1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند د زندانونو په حالت کې بدلون راغلی

۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعه

د هلمند والي وایې چې په دغه ولایت کې د زندانونو په حالت کې د پام وړ بدلون راغلی. هلمند هغه ولایت دی چې د امنیت د انتقال په پیلیدونکې بهیر کې به یې د مرکز لښکرګاه امنیتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل شي

https://p.dw.com/p/11nEu
د هلمند د مرکزی زندان ودانۍ
د هلمند د مرکزی زندان ودانۍانځور: DW

د زندانونو پالنه او له بندیانو سره د نړیوالو کنواسیونونو مطابق رفتار د امنیت د لیږد د پروسې یوه مهمه برخه ده.

د هلمند د ولایت والی، ګلاب منګل، چې په کابل کې یې خبریالانو ته وینا کوله د هلمند د مرکزي محبس په ګډون د دغه ولایت د ډیرو زندانونو حالت د پام وړ ښه وباله چې پر وینا یې اوس دغلته هغه پخواني کړونکې زندانونه په نویو روزنیزو مرکزونو بدل سوي دي.

هلمند چې له امنیتي پلوه نا امنه ولایت بلل کیږي په اړه یې داسي راپورونه تر لاسه سوي چې د زندانونو حالت یې ناوړه او پکې له بندیانو سره د بشري کنوانسیونونو خلاف رفتار کیږي.

دا هغه راپورونه دي چې ګلاب منګل یې نه مني. منګل وایې له کله راهیسي چې دی د هلمند د والي په توګه ټاکل سوی د بریټانوي ځواکونو او مرکزي دولت په همکارۍ یې د محبس بڼه بدله کړي او دا چي په هلمند کي اوس زندانیانو په ډير ښه حالت کې ژوند کوي.

«د زندانونو حالت ډیر ښه شوی دی، دری کاله وړاندي د هلمند زندان په داسي حال کې وو چې د محافظینو او بندیانو تر منځ به نښتې کیدي او په لسګونو کسان به مړه او ژوبل سول.»

منګل وایې چې دغلته یې په بیلا بیلو جرمونو د موجود بندیانو لپاره د کمپیوټر، سواد او حرفوي زدکړو کوروسنه په لاره اچولي چې د بیلګې په توګه یې شپيته تنه بندیان تیره میاشت تر یوې لنډي دورې وروسته فارغ کړي دي.

منګل مني چې یو لړ ستونزي لا هم په خپل ځای پاتي دي خو د هغوي د لري کولو لپاره د لښکرګاه د سمیزي ادارې هڅي رواني دي.

د هلمند والي له څرګندونو داسي بریښیده چې ګواکې د هغو زندانیانو ټول حقوق تر اوسه پوري د دوي له لوري ندي ورکړل سوي چې دمګړۍ د لښکرګاه په مرکزي محبس کې بندیان دي.

«مونږ نوره توجه هم کوو چې د زندانیانو هغه حقوق چې لري ورته ورکړو. د هغوي د اصلاح او د پوهي د کچې د لوړولو لپاره کار روان دی.»

دا یوازي هلمند ولایت ندی چېرته چې پکې افغان بندیانو ته خپل لازم حقوق نه ورکول کیږي بلکې له کندهاره نیولي بیا تر کابله او له دغه ځایه د هیواد تر بلی هري برخې پوري د زندانونو ژوند همداسي له کړاونو ډک دی.

د بشر دحقونو مدافع سازمانونو څو څو ځله په افغاني محبسونو کې د بندیانو له شکنجې خپله اندیښنه څرګندي کړي، خو موجودو حالاتو ته په کتو سره په لنډ مهال کې د زندانونو په حالت کې کوم لوي بدلون متصور ندی.

دويچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: مسعود جهش