1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند د سولي د ولايتي کمېټې رئيس ووژل سو

نجيب الله زيارمل/ مجتبی محمدی۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چي د دغه ولايت د سولي د ولايتي کمېټې مشر له خپل موټر چلونکي او دوو تنو پوليسو سره يو ځای د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي وژل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/18Q9J
Shawli Khan, den Chef des Provinzialkomittees für Frieden in der Provinz Helmand, Afghanistan, dessen Auto durch eine Mine explodiert ist. Die Bilder hat uns das Gouverneursbüro in Helmand geschickt. Die Deutsche Welle darf die Bilder verwenden, das Gouverneursbüro hat jedoch das Copyright.
Shawli Khan Afghanitan Provinz Helmandانځور: Gouverneursbüro Helmand

د هيلمند د والي د دفتر له خوا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۱) په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د دغه ولايت د سولي د ولايتي کمېټې مشر معلم شاه ولي خان گرشک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د سړک د غاړه په پوه ماين چاودنه کي ووژل سو.

په دغه پلاوي کي چي له مرکز لښکرگاه څخه گرشک ولسوالۍ ته روان وو، د هلمند د والي مرستيال هم ملگری وو، خو هغه ته زيان نه دئ رسېدلی.

ويل کيږي، چي دغه پلاوی افغان امنيتي ځواکونو ته د انتقال پروسې پنځم پړاو ته د تياری نيولو له پاره دغي ولسوالۍ ته روان وو.

د هيلمند د والي وياند عمر ځواک دويچه ويله ته وويل، چي تر چاودني وروسته پلاوی د وسله والو تر بريد لاندي راغلی دئ او پوليس پکښي وژل سوي دي.

په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي پر لويو لارو باندي د ماينونو ښخول د «افغانستان د خلکو او دين د دښمنانو» کار دئ. دغه اصطلاح افغان چارواکي د طالبانو له پاره کاروي.

دا په داسي حال کي ده چي د دغه ولايت چارواکو په دې وروستيو کي ويلي ول، چي د وسله والو طالبانو فعاليتونه ئې په ولايت کي لږ سوي دي او يوازي د طالبانو له خوا د پسرلنيو عملياتو په اعلان سره د د مارجې ولسوالۍ پر ځينو امنيتي پوستو يرغلونه وسلو خو افغان امنيتي ځواک هغوی پرشا وتمبول.

د هيلمند د والي د دفتر له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي په مارجې ولسوالۍ کي له طالبانو سره په جنگ کي «دوه تنه تروريستان وژل سوي او ۹ تنه نور ټپي سوي دي».

د يو بل خبر له مخي د بريتانيا د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په هيلمند ولايت کي د خپلو درو تنو عسکرو وژل تائيد کړي دي. او زياته کړې ئې ده چي ۶ تنه نور هم ټپيان سوي دي.

د دفاع وزارت ويلي دي چي دغه عسکر د هيلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کي د سړک د غاړه په یوه ماين چاودنه کي وژل سوي دي. په دغه چاودنه کي ۹ تنه افغانان هم وژل سوي دی.

د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون د خپل هيواد له يوې تلويزيوني شبکې سره په خبرو کي ويلي دي، چي هيواد ته ئې د افغانستان ماموريت ډير گران تمام سوی دئ:

«دا ډيره مهمه مسئله ده چي افغانستان يو وار بیا د تروريستان په ځاله بدل نه سي، دغه تروريستان کولای سي د بريتانيا امنيت هم له خطر سره مخامخ کړي.»

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر مياشتي راهيسي په افغانستان کي د بريتانيا د پوځي ماموريت له پيله تر اوسه ۴۴۴ بريتانوي عسکر وژل سوي دي او په سوو نور ټپيان سوي دي.