1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند د پوليسو يوه ډله د غلا او قتلونو په تور نيول سوې

۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبه

د هرات امنيه قومانداني وايي، چي څو تنه پوليس يې د غلا او قتلونو په تور نيولي دي. له دغو کسانو سره د هلمند د پوليسو د هويت کارتونه ورسره دي او په جرم يې اعتراف کړی دی، چي موټر چلونکي يې وژل او موټر يې په هرات کي پلورل.

https://p.dw.com/p/12xX3
لښکرگاه ته څېرمه د اوبو غاړه
لښکرگاه ته څېرمه د اوبو غاړهانځور: ap

د هرات امينه قوماندان جنرال سيد اغا ثاقب په هرات ښار کي يوې خبري غونډه کي وويل، چي نيول سوي کسانو ځانونه پوليس معرفي کړي په هلمند کي يي دنده تر سره کوله او د ډيرو خلکو په وژنه کي لاس لري.

« دغه دوو تنو په هلمند کي موټر غلا کول، موټرچلونکي يې وژل او غلاسوي موټر يې په هرات کي پلورل. په دې جرم کي ددوی دوه نور ملگري دلته په هرات کي ول او هغوی هم نيول سوي دي.»

دغه دوه تنه، چي يو يې عبدال احد او بل يې عبدالرزاق نوميږي د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کي يې غلاوي کولې.

د هرات د امنيه قوماندان په خبره، د هلمند پوليسو سره په اړيکو کي يې د هغوی ۸ تنه نور ملگري هم نيولي او په تحقيق کي يې د هغو پنځو تنو موټر چلونکو ځای هم پوليسو ته ښودلی، چي دوی تازه له غلا وروسته وژلي دي او تر خاورو يې لاندي کړي دي.

د قوماندان په وينا لومړني پلټني ښيي، چي دغه کسان لار وهونکي ول او ښايي په گڼه غلاو او قتلونو کي به لاس ولري.

د هلمند هرات لويه لار هغه لار ده، چي د لسيزو راپه دېخوا ورباندي غلاوي او قتلونه روان دي، ددغي لاري د امنيت په ساتلوکي په تيرو پنځوسو کالو کي ټول حکومتونه پاته راغلي.

د هلمند ډيری ښاريانو ددغو قتلونو په اعتراض په مرکز لښکرګاه، کي لاريون وکړ او په شعارونوکي يې پوليس د لويولارو په غلاو او قتلونو کي په لاس لرلو تورن کړل.

« موږ د حکومت څخه دا غوښتنه لرو، چي دغه پوليس تبديل کړي. دا دوې مياشتي کيږي، چي موږ د کوره نسو راوتلای، چي راووزو ټکان راناندي کوي.»

په هلمند کي د تازه پيښي د قربانيانو د کورنۍ غړو، چي د پولسو د ځينو چارواکو په حضور کي يې خبريالانو ته خبري کولې وويل:

« دا کار بل هيڅ څوک نسي کولای، د پوليسو په موټر کي راسي په کورونو را ننوزي او د ښځو په کالو کي گرځي کالي د ځان سره وړي که څه ورته ووايي ټکان درباندي کوي، او دا د نن څخه نه ده دا دوې درې مياشتي کيږي، چي دغه حالت روان دی.»

 خو د هرات امنيه قوماندان بيا جرم فردي ګڼي او د نظام څخه په دفاع وايي، چي په هلمند کي د لاروهني په تور ددوی د جرم د ۸ تنو شريکانو نيول دا ښيي، چي په حکومت کي مفسد کسان ځای نه لري.

« پنځه جسدونه د هغي امنيتي پوستې تر څنگ پيدا سول، چي دوی پکښي پخوا دنده سرته رسولې وه او ددوی اته تنه نور شريکان هم په هلمند کي ونيول سول.»

که څه هم چي د پوليسو له کارت او يونفرم څخه د ناوړه استفادې په تور د ځيني کسانو نيول په افغانستان کي کومه نوې خبر نه ده. خو په دغه ډول د يو گروپ نيول لومړل ځل دی چي کشف او نيول کیږي.

د هلمند ولايت د ليري پرتو ولسوالیو اوسيدونکو هر وخت په لويو لاريو کي دپوليسو د غلاو او بد چلند څخه سرټکاوه. خو دا خبره د هلمند چارواکو په شمول چا نه منله.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل