1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند فرهنگي فضا له هيلو ډکه ده

۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

د کندهار، ننگرها، پېښور او لغمان فرهنگپال د هلمند فرهنگي فضا له هيلو ډکه بولي.

https://p.dw.com/p/R7AM
يار ، دانش ، ازمون او قانع د لښکرگاه په ښکلې هوا کښي د بست کلا مخ ته مجلس کوي.
يار ، دانش ، ازمون او قانع د لښکرگاه په ښکلې هوا کښي د بست کلا مخ ته مجلس کوي.انځور: DW

څو ورځي مخکي لال پاچا ازمون، اسدالله دانش، عبدالمعيد هاشمي، سيد احمد قانع، محمديار يار او غزت الله اميد لښکرگاه ته د يوسفر په ترڅ کښي د هغه ولايت فرهنگي فضا د خبرونو خلاف له هيلو ډکه بللې.

د بېنوا فرهنگي ټولني د مشر محمديار يار په خبره هغه څه چي د هلمند په اړه په خبرونو کښي اوريدل کيږي هغسي نه ده. دی وايي کله چي« موږ په هملند کي له ژورناليستيکو او فرهنګي فعاليتونو او د دغه جنګ ځپلي او بدنام کړل سوي ولايت له ويښو او هڅاندو ځوانانو له تودې ميني سره مخ سو، موږ ته يې د هغه ولايت په اړه بل ډول انځور راکړی. هلته هرڅه ول.»

محمد يار يار د لښکرگاه د کتابتون څخه د ليدني پر مهال.
محمد يار يار د لښکرگاه د کتابتون څخه د ليدني پر مهال.انځور: DW

د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د ادبياتو استاد او د ختيځو سيمو د ليکوالو او ژورناليستانو د اتحاديې مشر لال پاچا ازمون وويل چي، هلمند هغه ولايت دی چي لوي استاد علامه حبيبي د پښتو نثر لومړۍ بېلګه ( تذکرة الشعرا ) موندلې ده «زموږ د فولکلوريکو داستانونو اتلان لکه، فتخ خان او رابيا او نور له دغي مځکي سره تړاو لري.»

د ازمون په خبره د هلمند ځمکه په علمي، فرهنګي، طبيعي او جغرافياوي حساب زرخېزه ده او دا مهال يې هم فرهنګي حالت د ځوانانو په وجود کي د توقع خلاف د پوره ډاډ وړدی.

د دانش خپرندويي ټولني مشر اسد الله دانش د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست کتابتون ته شپږسوه او پنځوس سرليکه کتابونه ډالۍ کړل. دانش وويل همېشه يې هلمند ته د تګ او کتابونو د وروړلو تلوسه لرله او اوس يې په داسي حال کي دا ارمان پوره کيږي، چي دغه ولايت رښتيا د غوره فرهنګي فعاليتونو کور دی.

اسدالله دانش د هلمند د کتابتون سره د ۶۵۰ سرليکه کتابونو د مرستي پر مهال.
اسدالله دانش د هلمند د کتابتون سره د ۶۵۰ سرليکه کتابونو د مرستي پر مهال.انځور: DW

د بېنوا فرهنگي ټولني د مشر محمد يار يار د هملندي او کندهاري فرهنګيانو او خبريالانو څخه ګيله لري او وايي چي، دوی بايد د انټرنيټ په اسانه زمانه کي خپلو فرهنګي فعاليتونو ته په نړيواله کچه انعکاس ورکړي. هغه په لښکرگاه کښي ځوانانو ته وړانديز وکړ چي هلمندي فرهنګيان بايد خپلي فرهنګي برياوي په رسينو کي وځلوي.

په دې دوه ورځني سفر کي ازمون ژمنه وکړه، چي دی په کندهار او هلمند کي د ادبياتو د تدريس لپاره بيا ورځي، او ددې تر څنګ به د دغي سيمي د فولکلور په اړه څېړني کوي. ځکه د ده په وينا چي هلته د پښتو فولکلور غني زيرمي پټي دي.

نوموړې فرهنګي ډلي د هملند څخه د بيرته ستنېدو پر مهال وويل چي دوی ډېر حيران دي چي په ډېر ډار راغلي ول، او له يو عالم هيلو سره په داسي توګه ستنيږي چي د خپل ټول سفر په ترڅ کي يې يو کوچنی ټک هم وانه ورېد.

عزت الله اميد/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل