1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هلمند ځيني برخي به طالبان و نيسي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبه

د بريتانيا يوه لوړپوړي پخواني پوځي چارواکي خبرداری ورکړی دی چي د افغانستان له جنوب څخه د دې کال ترپایه پوري د دوی د عسکرو تر وتلو وروسته ښایی د دغي سيمي يو شمېر برخي د طالبانو په کنترول کي سي.

https://p.dw.com/p/1Aleh
انځور: STR/AFP/Getty Images

د بريتانيا د ځانګړي هوايي ځواک پخواني قوماندان ريچارد ويليامز، د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۵) د دغه هيواد له «ټايمز» ورځپاڼي سره په مصاحبه کي ويلي دي چي اوس په هلمند کي د وسله والو طالبانو او افغان عسکرو او سياستوالو تر منځ د همکاريو د پراختيا شواهد موجود دي:

«دا به ماته د حیرانتیا خبره نه وي چي د هلمند ولايت راتلونکی والی به... هغه چاته ډېر نژدې نه وي چي موږ يې د طالبانو په نامه پيژنو.»

د بريتانيا دغه پخواني پوځي قوماندان له ورځپاڼي سره په خبرو کي زياته کړې ده: «موږ ښایی له يوه ډېر ناراحت کونکی وضعیت سره مخامخ سو، هغه دا چي خلک به وايي: موږ په افغانستان کي خپل۵۰۰ تنه اولادونه له لاسه ورکړل چي د هغوی ډېری په هلمند ولايت کي ووژل سول، او اخير بيا بل ځای هم نه ، بلکه هلمند موږ بيرته هغه یو والی ته وسپاره چی له طالبانو سره خواخوږي لري.»

د بريتانيا د لومړی وزير ديويد کامرون د تيري مياشتي وينا چي ګويا د ناټو تر مشرۍ لاندي نړيوالو ځواکونو په افغانستان کي خپل ماموريت سرته رسولی دی او په افغانستان کي يې امنيت ټينګ کړی دی، له سختو نيوکو سره مخامخ سوه.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري افغان امنيتي ځواک پر غاړه واخلي.

بريتانيا چي په افغانستان کي يې د عسکر شمېر ۹۰۰۰ تنو رسېدی اوس يوازي ۵۲۰۰ تنه پاته دي چي د هغوی ډېر شمېر يې په هلمند ولايت کي مېشته دي. بريتانيا په پلان کي لري چي د روان کال تر پايه پوري له يوه مخه خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.

د بريتانيا پخواني لوی درستيز دېويد ريچاردز، له «ټايمز» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي د افغان امنيتي ځواک پر وړتيا باندي شک لري. هغه ويلي دي چي دغه ځواک «له ياغيانو سره» د جنګ توان نه لري او ډېر ژر به سقوط وکړي.»

دغه پخواني لوی درستيز زياته کړې ده: «تر ټولو مهمه بيا په افغانستان کي د اعتماد د له لاسه ورکول نخښي نښانې به د دغه هيواد پر اقتصاد وضعيت باندي ناوړه اغېزه وکړي او دا به د جهادي زورپالو د بيرته راتګ له پاره زمينه برابره کړي.»