1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان او امريکا تر منځ د اټومي معاملې د تړون پس منظر

۱۳۸۷ مهر ۱۹, جمعه

د امريکا متحده ايالاتوسره اټومي معامله او قرارداد په حقيقت کي د هندوستان د 30 کلني هستوي انزوا د ختميدو په معنی ده، چه په 70 يمو کلو کښي يې لا خپله لمړنۍ اټومی آزموينه تر سره کړې وه .

https://p.dw.com/p/FXb4
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن رايس او د هند بهرنيو چارو وزير موکرجیانځور: picture-alliance/ dpa

کم انتقاد چه په بين امللي سويه پر دغه تړون موجود دی ،دادی چه قرارداد د هندوستان د اټومي وسلو پروګرام ته قانونيت وربخښي،او پدې وسيله هغه د اټومي وسلو د نه خپرولو پروګرام ته تاوان ورسوي .

خو برعکس نور څيړونکي بيا وايی چه هندوستان د مثال په ډول خپلي اټومي بټۍ د نړيوالي اټومي انرژۍ د سازمان کنترول ته پرې ايښي دي . د برلين د سياست او علم د مؤسسې څخه د هندوستان کارپوه کريستيان واګنر وايی چه په مجموع کي بايد دغه قرارداد نړي ته ګټور تمام سي، نسبت د هغه تاوان ته . دی وايی :

«زه فکر کوم چه دغه تړون نړۍ تر پخوا ډاډمنه کوي ، او هغه فکر چه شايد هندوستان خپل اټومي تکنالوژي په شلوراتلونکو کلو کښي صادره کي، اوس ددغه قرارداد پوسيله ډير امکان لري چه ددغه مفکورې څخه راووزی .ځکه چه ددغه تړون پواسطه به هندوستان د اټومي تکنالوژي په نه صادرولو هم مکلف سي .»

ددغه تړون څخه د ملګرو ملتو د امنيت دشورا پنځه دايمي غړي او د نړيوالي اټومي انرژۍ سازمان حمايت کوي .خو د اټومي تکنالوژي درلودونکي نور هيوادونه کولای سي د هندوستان سره په دغه برخه کي اقتصادی روابط زيات کي .

Pakistan Karte, englisch
تړون په نورو همسايه هيوادو خصوصأ پاکستان کښي هم انديښنې راپيدا کړي ديانځور: DW-Montage

په هندوستان کي بيا دغه قرارداد د ناسيونالسټانو لخوا تر انتقاد لاندي راغلی دی . د جواهر لعل نهرو د پوهنتون څخه د سياسي علومو پروفيسور کمال ميترا شینوی هغه داسي بيانوي :

«د معاملې څخه واضح ښکاري چه هندوستان نور اټومی آزموينه نسي تر سره کولای . خو که هند بيا هم اټومی آزمويني تر سره کي ، نو هغه به د امريکا سره د قرارداد د لغؤکيدو په معنی وي .»

په هندوستان کي ډيری ددې څخه بيره لري چه د امريکا سره ددغه اتحاد پواسطه هندوستان خپله بېطرفي د خطر سره مخامخ کوي . د معاملې او تړون دغه ډول تفصيل په نورو همسايه هيوادو خصوصأ پاکستان کښي هم انديښنې راپيدا کړي دي .

د پاکستان صدراعظم يوسف رضأ ګيلاني د امريکا څخه د يوه مشابه قرارداد د کولو غوښتنه وکړه . خو دپاکستان د اټومي بمو د بنسټ ايښودونکي عبد القادر خان سره د خرابي تجربې د په نظر کي نيولو پر اساس به چه اټومي تکنالوژي يې پر نورو هيوادو باندي خرڅه کړه ، دغه کار د اوس دپاره ممکن نسي . کريستيان واګنر هم وايي چه د هندوستان سره د مناسباتو ښه کيدل بايد پاکستان ته تاوان ونه رسوي .