1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هندوستان د بريښنا شبکه بیرته منظمه شوې ده»

۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبه

په هندوستان کې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو شاوخوا ۶۲۰ میلیونه کسان د بریښنا د تلو تر اغیزې لاندې راغلل. خو اوس د دغه هیواد چارواکي وایي چې په دې هیواد کې د بریښنا شبکې بیرته په عادي ډول کار کوي.

https://p.dw.com/p/15hUS
انځور: dapd

د سه شنبې په ورځ د هندوستان په پلازمینه دهلي، کې ان ترافیکي څراغونو کار نه کاوه. دا په تاریخ کې په دې کچه د وگړو د بې بریښنا کیدو لومړی پېښه ده. خو اوس هندي چارواکي وایي چې په دې هیواد کې د بريښنا شبکې په عادي ډول کار کوي.

د هندوستان د بربښنا وزیر د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې اوس ټول هندوستان ته په عادي ډول بريښنا رسول شوې ده. د سه شنبې په ورځ د هندوستان شاوخوا ۶۲۰ میلیون کسان هغه وخت د بریښنا د تلو تر اغیزې لاندې راغلل چې د دې هیواد د بریښنا د تولیدولو شرقي او شمالي شبکې له کاره ولویدې.

د هندوستان د بریښنا شرقي شبکې د دوشنبې په ورځ هم د یوې مودې له پاره کار نه کاوه. د سه شنبې په ورځ د بریښنا تلو شاوخوا ۶۰۰ میلیونه هندیان تر خپل اغیزې لاندې راوستل.

په دې ترڅ کې د هندوستان له ۲۸ ایالتونو څخه ښايي ۲۰ ئې د بریښنا د تلو تر تأثیر لاندې راغلي وي. د سه شنبې په ورځ د هندوستان په پلازمینه دهلي، کې هم بریښنا تللې وه.

په دې ورځ په دهلي کې ترافیکي څراغونو کار نه کاوه، په میتروگانو کې څراغونه مړه ول او ډیرو کورونو هم بریښنا نه لرله. د سه شنبې ورځ په ټول هندوستان کې د بریښنا د تلو دویمه ورځ وه چې د دې هیواد ډیر اوسیدونکې ئې له جدي ستونزو سره مخامخ کړل.

د دوشنبې په ورځ د هندوستان د بریښنا شمالي شبکه د څو ساعتونو له پاره له کاره ولویده. په هندوستان کې د بریښنا د شبکو له کاره لویدو، د دې هیواد د زړو بنسټونو په اړه اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

د هندوستان دولت د بریښنا د تلو د لامل د پیدا کولو په اړه د پلټنو امر کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم