1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او افغانستان نژدېوالي پاکستان سخت نښتېځلی دی

۱۳۹۰ مهر ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان او هندوستان ترمنځ نوی ستراتيژيک تړون کدای سي، چي د هندوستان په وړاندي د پاکستان جګړه لا پسي توده کړي. دغه تړون په جنوبي اسيا کي د پاکستان د لوی لاس لرلو غوښتنه له سخت گواښ سره مخامخ کړې.

https://p.dw.com/p/12mob
ولسمشر حامد کرزی او آصيف علي زرداري
ولسمشر حامد کرزی او آصيف علي زرداريانځور: dapd

د هغه وخت راهيسي، چي افغانستان له هندوستان سره خپلي اړيکي تودې کړي، پاکستان انديښمن دی. کابل ادعا کوي چي د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر وژنه په پاکستان کي پلان سوې ول. کابل همداراز پاکستان د رباني د مړيني د څيړنو په وړاندي د موانعو په رامنځ ته کولو هم تورنوي.

 

په افغانستان کي د هندوستان د نفوذ په هکله پاکستان ډيرڅه نه وايي. د دغه هيواد صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني، ويلي، چي افغانستان او هندوستان دواړه مستقل هيوادونه دي او کولای سي خپلي فيصلې وکړي:

 

« دواړه با اقتداره هيوادونه دي او کولای سي هرهغه څه چي غواړي تر سره يې کړي.»

 

دا په داسي حال کي ده، چي د افغانستان او هندوستان نوی ستراتيژيک تړون د پاکستان هغه پاليسۍ چي غواړي د افغانستان له لاري په سيمه کي د يو پياوړي قدرت په توګه د هندوستان شتون له ستونزو سره مخامخ کړي.

 

په افغانستان کي د هندوستان د نفوذ له بيري آن د 1980 کلنو را په ديخوا پاکستان په افغانستان کي د وخت د حکومت د مخالفينو څخه ملاتړ کاوه. دغه هيواد بيا په 1980 مو کلونو کي د طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

 

خو پر دې ټولو سربيره هم ښايي په افغانستان کي د هندوستان رول اوس د نوي ستراتيژيک تړون تر لاسليکيدو وروسته لا پسي پياوړي سي.

 

د دغه تړون له مخي به هندوستان اوس د افغان ځواکونو په روزولو کي هم پياوړی رول ولري. هندوستان د 2001 کال څخه را په ديخوا د افغانستان سره د دوه ميلياردو يورو په ارزښت مرستي کړي دي.

 

په پاکستان کي يوي ښي اړخي ورڅپاني چي The Nation نوميږي ويلي دي چي دغه خواشيني کونکې معاهده به لا ډير غلط فهمۍ رامنځ ته کړي، چي نه به د پاکستان او نه هم د افغانستان په ګټه وي.

 

د پاکستا د پوځي چارو څيړونکي عايشه صديقه بيا وايي، چي نوي ستراتيژيک تړون به د پاکستان او هندوستان او افغانستان تر منځ پټه جګړه لا پسي توده کړي. هغه وايي، چي تردې وروسته به هندوستان افغان ځواکونه روزي چي پاکستان فکر کوي دا يي په ګټه نه ده.

 

د پاکستان د سياست په اړه شکونه له هغه وخت څخه لا پسي ډير سول، چي امريکايي ځواکونه سږ کال اسامه بن لادن په پاکستان کي وواژه.

 

تيره مياشت د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان فشارونه ځکه ډير کړل او پر دغه هيواد يې تور ولګاوه چي په سيمه کي له ترورستانو څخه ملاتړ کوي او يوه پټه جګړه پر مخ وړي.

 

د پاکستان په برخه کي د امريکا متحده ايالاتو امکانات محدود دي. د دغه هيواد پر ډيرو فشارونو سر بيره هم پاکستان د حقاني شبکې په وړاندي کوم عمليات نه تر سره کوي.

 

په همدي حال کي بيا افغانستان په دي هڅه کي دی، چي هند ته په نږدې کيدو سره پاکستان ډير خفه نه کړي. تيره ورځ افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان خپل ورور هيواد وباله او وويل، چي پاکستان د افغانستان ورور دی او هندوستان يي يو ښه دوست.

 

اوس يو شمير کارپوهان په دې اند دي، چي که پاکستان غواړي لا نور هم د صحني څخه و نه استل سي نو بايد د ياغيانو څخه خپل ملاتړ راکم کړي.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل