1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او پاکستان ترمنځ تشنج

۱۳۹۳ دی ۱۵, دوشنبه

د هند یو خبري رپوټ نن وویل چې د کب نیولو هغه یوه کوچنۍ کښتۍ چې تیره اونۍ د هند ساحل ته نژدی وچاودیدله، د نشه يي موادو په پاکستاني قاچاقبرانو پوري يې اړه درلوده. خو ويل کيږي چې ښايي د کښتۍ چلونکي ترهگر وي.

https://p.dw.com/p/1EFEd
انځور: Reuters/F.Mahmood

د پاکستان پولي ته نژدې د هند سمندري ساحل په مخکې يوه پیښه د دغو دوو دښمنو هیوادونو ترمنځ یووار بیا د کش او کړپ سبب شوه. د رسنیو د رپوټونو له مخې د پاکستان پولي په لور گجرات ته هند خپل ځانگړي پوځي قوتونه واستول. په رپوټونو کې راغلې دي چی سمندري ځواکونه د تیار سئ په حال کې راوستل شوي دي.

تر دغو اقداماتو وروسته له پاکستان څخه د کب نیولو یوه کوچنۍ کښتۍ د هند د سواحلو په لور راروانه وه. وروسته له هغې چې د هند سمندري محافظینو د پوربند د بندري ښار په جنوب لویدیځ ۳۵۰ کیلو مترۍ کې دغه کښۍ په هوايي فيرونو سره درولو ته مجبوره کړه، د کښتۍ چلونکو ځانونونه او کښتۍ والوزوله.

د هند د دفاع وزیر، مانوهار پاریکار، نن د دوشنبې په ورځ وويل، داسی ښکاري چې دغي کښتۍ غوښتل د لشکر طیبه ترهگري ډلي له خوا چې په پاکستان کې فعاله ده، هند ته چادونکي مواد ولیږي. هغه دا له امکان څخه لیري گڼي چې د دغه کښتۍ چلونکي دي عادي قاچاقبران وي:

«معمولا قاچاقبران یوه اوږده لاره نیسي، څو د چا پام ور وانه وړي. دا کښتۍ په یو غیرعادي مسیرکې پر لار وه. زموږ سرحدي محافطینو ټوله ورځ هغه تر څارني لاندي درلودل، ځکه پر هغې باندي شک شوی وو. سر بیره پر دی قاچاقبران د پاکستان ساحلي محافظینو، پوځ او یا نور نورو تأسیساتو سره مخابراتي تماس نه نیسی.»

لشکر طیبه د ۲۰۰۸م کال په نومبر کې د هند په ستر تجارتي ښار مومبي کې د ترهگریز بریدونو مسئولیت پر غاړه درلود. په دغو بریدونو کې ۱۶۲ تنه ووژول شول. هندي چارواکو ويلي ول چي د دغو بریدونو له پاره ترهگر د سمندر له لاري له پاکستان څخه راغلي ول. د هند د دفاع وزیر وویل چې د تروریستي حملو تر خبرداریو وروسته په تیره میاشت کې د سمندري لارو څارني پراخې او پیاوړي شوي دي:

«د نوي یو پلان شوي تروریستي برید غټه نښانه په نوموړې کښتۍ کې چادونه ده. د کښتۍ چلونکو ځان خپله وواژه. که چیري هغوی عادي قاچاقبران وای، نو خپل مالونه به ئې له کښتۍ څخه لیري اچولي وای او خپل ځانونه به يې تسلیم کړي وای. هغوی له لومړي سره هوډ درلود چې ځانونه والوزوي.»

دغه راز د هند او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمه کشمیر کې په تیرو څو ورځو کې په انفرادي توگه ځیني نښتي شوي دي چې په دواړو خواوو کې مرگ ژوبلي لرلې. په وژل شوو کسانو کې د یوې ۱۳ کلنې نجلې په شمول یو شمیر پاکستاني ملکي خلک هم وژل شوي دي.

هندي رسنیو وویل چې پاکستان د اوربند په کرښه کې پر یوې پوستې فيرونه وکړل. د پاکستان په رسنیو کې بیا راغلي دي چې دا هندي ځواکونه ول چې د سیالکوټ په ښار کې پرته له کومه يې فيرونه وکړل.

د سیمی اټومي قدرتونو هند او پاکستان دوه واري د کشمیر پر سر د جگړې ډگر ته وتلي دي. له ۲۰۰۳م کال څخه د هغوی تر منځ اوربند شوی چې وخت په وخت ماتیږي. په همدا تیره اوکتوبر مياشت کې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول.