1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو راتلونکې روښانه برېښي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۰, جمعه

د هند لومړي وزير من موهن سنګ او د هغه پاکستاني سيال يوسف رضا ګيلاني د پنج شنبې په ورځ په بوتان کې د جنوبي آسيا د مشرانو د غونډی په ترڅ کې سره وکتل

https://p.dw.com/p/NAzG
په بوتان کښي دهنداو پاکستان د صدراعظمانو من موهن سنګ اويوسف رضا ګيلاني تر منځ ليدنه کتنه
په بوتان کښي دهنداو پاکستان د صدراعظمانو من موهن سنګ اويوسف رضا ګيلاني تر منځ ليدنه کتنهانځور: AP

دواړو لورو له نهو مياشتو راپه دې خوا دغه لومړنۍ کتنه يو مهم ګام وباله ، تر څو د دغو ګاونډيو هېوادونو تر منځ بيا خبری اتری پيل شي .

دغه خبری د 2008 م کال په نومبر کې په ممبېي ښار باندی د پاکستاني شرخوښو تر حملې وروسته په ټپه درېدلې وې . د امريکې متحده آيالتونو په دواړو هېوادونو باندی فشار راوستی دی چې خپلمنځۍ ترينګلتيا دې کمه او پاکستاني امنيتي ځواکونه دي دې ته پرېښودل شي چې خپله توجه له هند سره د ګډی پولی پر ځای د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډې پولې ته واړوي، څو هلته له القاعده او طالبانو سره وجنګيږي . خو د چارو شنونکي او کتونکي وايي چې پر جزياتو باندی بايد لا غور وشي او د اړيکو د ښه کولو هڅې کېدای شي لا ډېر وخت ته اړتيا ولري .

Indien Pakistan Unabhängigkeitstag 2007 Feiern
انځور: AP

پاکستان په خپل وار غواړي چې په پراخ ډول خبری اترې بېرته راژوندۍ کړي او ټولې ستونزې د کشمير د شخړی په شمول په کښې مطرح شي . د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په بوتان کې وويل چې اوسنۍ خبری پرته له يو شرط مخ ته وړل کيږي او پر ټولو موضوعګانو باندی په کښې بحث کيږي .

بلی غاړی ته په هند کې د بهرنيو چارو څېړونکی راجا موهن وايي چې ډېرو هلو ځلو ته لا اړتيا ده تر څو د هند او پاکستان تر منځ د خبرو لړۍ بېرته راونښلول شي . خو په هند کې کېدای شي چې، داخلي چاری د روان بهير د ناکامېدو سبب وګرځي . تر ټولو لوی مخالف ګوند بهاراتييا جناتا پارتي په حکومت باندی نيوکه وکړه چې هغه د پاکستان په وړاندی يو غوڅ نظر نه لري او د متحده آيالتونو له خوا وارد شوي فشار ته غاړه ږدي .

RTRE/ نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري