1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او پاکستان سیلاب ځپلو ته بیړنۍ مرستي

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۱۷, دوشنبه

د هند او پاکستان ځیني برخې چې وروستیو سېلابونو سختي ځپلي دي تر اوسه پوري پکښې۳۰۰ کسان وژل سوي دي. د سیمي اوسیدونکي وايي چې دا په تيرو پنځوسو کلونو کې بیساري سیلابونه دي.

https://p.dw.com/p/1D8aC
انځور: picture-alliance/AP Photo

د هند او پاکستان تر منځ سرحدي سیمي د موسمي بارانونو له امله تر سختو سیلابونو لاندي شوي او سخت مالي او ځاني تاوانونه یی اړولي دي. د هند تر ادارې لاندي کشمیر کې ۳۵۰ کلي اوبو لاندي کړي دي. په سیمه کې چارواکي او خلک وايي چي په تیره نیمه پیړۍ کې دا تر ټولو غمجن طبیعي ناورین دی چي پېښ شوی دی.

سرینگر چي د جمو او کشمیر مرکز دی، یو اوسیدونکی محمد بلال وویل: «ما په ۱۹۸۷ او ۱۹۹۶ کلونو کې سیلابونه لیدلي دي. له هغه وخت راهيسي دا سیمه مصونه وه، خو هغه څه چې اوس يې وینم ، زما په ژوند کې لومړی وار دی... زما پلار چې ۸۰ کاله عمر لري، هغه هم وايي چې دا بیساری سیلاب دی.»

د هوا په ښه کیدو سره اوس هیله کیږي چې مصیبت ځپلو ته مرستي ورسول شي. په زرونو عسکر، پولیس او د بېړنیو مرستي کارکوونکي هڅه کوي چې د څرخې الوتکو او کوچنیو کښتيو په مرسته د هند په دغه ایالت کې نزدې۱۵۰۰۰ بند پاته شوي وگړي وژغوري.

په جمو کې د پولیسو یوه چارواکي، راجیش کمار، د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «په زرونو خلک لا تراوسه بند پاتي دي. موږ تر اوسه توانیدلی یو چې یو څو زره وژغورو.»

سرینگر تر اوس پوري تر اوبو لاندي پاته دی او د ښار۹۰۰ زره اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي. چارواکو وویل چې د ورانیو اټکل سمدلاسه کیدای نه شي.

د هند صدراعظم ناریندرا مودي پرون سیلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړ او وضعیت يې د یو «ملي ناورین» په توگه یاد کړ. مودي وویل چې د هغه حکومت به «له هیڅ ډول مرستي سپما ونه کړي.»

هغه وویل: «دا په ملي سطح یوه مصیبت دی. د هند مرکزي حکومت د ایالتي حکومت او د خلکو تر څنگ ولاړ دی. موږ به هڅه وکړو چې تاسي ته هر ډول اړیني مرستي چمتو کړو.»

چارواکو وویل چې د ورانیو اټکل سمدلاسه کېدلای نه شي، خو ډيرو زیاتو مرستو ته اړتیا ده، څو خلک بیرته خپل عادي ژوند ته ستانه شی. د هند صدراعظم وویل: «یوولس ميلیارده هندي روپۍ د دغه ستر ناورین له پاره بسیا نه کوي. په دې وجه ما تصمیم ونیو چې د جمو او کشمیر حکومت له پاره نوري یولس ميلیارده روپۍ هم چمتو کړای شي.»

په عین وخت کې مودي خپل پاکستاني همتا، صدراعظم نواز شریف ته د نوموړي سیلاب له امله چې د پاکستان تر ادارې لاندي کشمیر سیمه يې هم تاواني کړې ده، خپله خواخوږي څرگنده کړه او د مرستو وړاندیز يې وکړ.

د هند صدراعظم لیکلي دي: «زموږ امکانات، هر خت چې ورته اړتیا وي، ستاسو په اختیار کې دي.» پاکستان د۱۵۰وژل سوو کسانو خبر ورکړی دی.

له طبیعي ناورین سره د مبارزې پاکستانۍ ادارې رئیس، احمد کمال اسوشیتد پرس خبری آژانس ته ويلي دي: «پوځي څرخۍ الوتکي او د پوځ سمندري کوچنۍ بېړۍ خلک ژغوري او هغوی د پنجاب له کلیو او بانډو او دغه راز د کشمیر له مصیبت ځپلو سیمو څخه چې تر اوبو لاندي شوي دي، خلک راباسي.»

هغه وویل چې یوازي په پنجاب ایالت کې ۳۰۰ کلي تاواني شوي دي او دغه وضعیت په «ملي ناورین» بدل شوی دی. موسمي بارانونه معمولا له جون مياشتي څخه تر سپتمبره پوري دوام کوي او کله نا کله سخت مالي او ځاني تاوانونه اړوي.