1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند د تابعيت قانون؛ فلمي ستوري کوم طرف دي؟

۱۳۹۸ دی ۳, سه‌شنبه

د هند فلمي صنعت «بالي وډ» په عمومي توگه پر سياسي مسايلو او شخړو چپ پاتيږي، خو د وروستيو مظاهرو او د جامعه او علی گړ اسلاميه پر محصلينو د پولیسو تر تشدد وروسته په دغه صنعت پورې تړلو کسانو هم خپل غږ پورته کړی دی.

https://p.dw.com/p/3VIiB
Bengali Kino Komplex Kalkutta
انځور: DW/P. Samanta

د هند يو شمير مشهورو هنرمندانو د تويتر له لارې د دې قانون مخالفت کړی دی. ځينو یې آن په تلویزيوني مباحثو کې برخه اخيستې او په ښکاره یې له دې قانون سره مخالفت ښوولی دی. خو د حکومت ځینو پلوي هنرمندانو بيا د دې قانون ملاتړ کړی دی او په دې توگه د ځينو مشهورو شخصيتونو ترمنځ لفظي شخړه هم پېل شوې ده.

د قانون د مخالفينو په نوملړ کې لومړی نوم د هنرمندې سورا بهاسکر دی چې دا قانون یې د هند له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی دی. هغې ويلي دي چې د «تابعيت قانون بايد ونه منل شي، اين آر سي تحريم شي او سړی باید د پرديو ضد روحيې په مقابل کې ودريږي.»

نوموړې د جامعه او علي گړ پر محصلينو د پوليسو تشدد په سختو ټکو غندلی او له هغې ورځې راهيسې پر دې موضوع د تويتر له لارې هره ورځ پېغامونه خپروي.

هنرمند فرحان اختر هم په خپل يوه تويت کې د حکومت ضد مظاهرو ملاتړ کړی او د دې قانون جزيات یې خپاره کړي دي. هغه هم پر خلکو سړکونو ته د راوتلو غږ کړی او ويلي یې دي: «د دې له پاره چې وپوهيږئ چې دا مظاهرې ولې اړينې دي، دلته هر هغه څه دي چې تاسو غواړئ په اړه یې وپوهيږئ. اوس يوازې په ټولنیزو رسنیو کې د احتجاج وخت نه دی.»

د مشهور فلمي ستوري شتروگهن سنها لور سوناکشي سنها چې خپله هم مشهوره هنرمنده ده، هم تر چا وروسته نه ده. هغې د تويتر پر خپل اکاونټ د هند د اساسي قانون د هغي برخې عکس خپور کړی دی چې د سيکولر ازم او برابرۍ خبره پکې شوې ده. هغې ليکلي ول: «همدا هغه څه دي چې موږ وو، موږ يوو او بايد همدا پاتې شوو.»

منوج واجپايي هم پر محصلينو تشدد په سختو ټکو غندلی وو او ويلي یې ول چې داسې وخت خو راتلای شي چې موږ د بې عدالتۍ د مخنيوي ځواک ونه لرو، خو هغه وخت هم بايد راشي چې موږ د يو بل پر ضد احتجاج ودرو.»

فلم جوړونکي او پروډيوسر اوراگ کشپ هم ويلي دي چې اوس خبره ډېره مخکې تللې ده. اوس بايد چپ پاته نه شو. هغه ويلي دي: «دا په واضح توگه يو فاشيت حکومت دی او دا خبره زما غوسه نوره هم زياتوي چې هغه کسان بيخي غلي دي چې غږ یې بدلون راوستلی شي.»

پر دې هنرمندانو سربيره ايوشمان گهرانه، راج کمار راو، تاپسي پنو، مهيش بټ، سدهير مشرا، سدهارت ملهوترا، انوبهو سنها او سنجې گپتا د دې قانون پر ضد غږ پورته کړی دی.

خو د بالي وډ ځيني ډېر مشهور هنرمندان بيا پر دې موضوع لا چپ پاتې دي. اميتاب بچن، شاه رخ خان، عامر خان او د سلمان په څېر مشهورو هنرمندانو تر اوسه د دې موضوع په اړه هيڅ تبصره نه ده کړې.

خو د اشوک پنډت په څېر ځیني هنرمندان بيا د دې قانون پر مخالفينو او د محصلينو پر پلويانو سخت انتقاد کړی دی.

په هند کې تازه مظاهرې او احتجاج د حکومت له خوا د تابعيت د نوي قانون تر منظوريدو وروسته پېل شوې. د تابعیت دغه نوی قانون د هند له درو ګاونډیو هیوادونو بنګله دیش، پاکستان او افغانستان څخه د غیر قانوني مهاجرو د تابعیت چاري اسانوي، خو په هغه صورت کې چې دغه کسان مسلمانان نه وي.

د دسمبر له لسمې نیټې راهیسې په دغه اکثریت هندو مذهبه هیواد کې په زرونو کسان له همدې کبله احتجاجونه کوي. انتقاد کوونکي د کډوالۍ دغه نوی قانون د هند له سیکولار اساسي قانون سره په ټکر کې بولي، ځکه چې په خبره یې حقوق له مذهب سره تړي.

صلاح الدين زين، نوي ډهلي