1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند د جنسي تیري عیني شاهد د پېښې کیسه کوي

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه

په هندوستان کې پر یوې ځواني نجلۍ باندي تر جنسي تیري درې اوونۍ وروسته، د هغې ملګري چې د تیري پر مهال ورسره وو، خبري کړي دي. هغه پر پولیسو او لارویانو باندې د بې تفاوتۍ تورونه لګولي دي.

https://p.dw.com/p/17Eal
انځور: picture alliance/abaca

دغه ځوان چې د پیښې د قرباني شوي نجلۍ ملګری وو له یوه هندي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «زه نه شم کولای ووایم چې دغه جنسي تیری څومره وحشیانه وو[...] وحشي ژوي هم دغه ډول اعمال نه تر سره کوي.»

د ۲۰۱۲ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۳مه نیټه یوه ځوانه نجلې له خپل ملګري سره په نوي دهلي کې په یوه سرویس موټر کې سپره شوه. پر هغې باندې په دې موټر کې جنسي تیری وشو او وربړول شوه. پر دې سربیره د دې نجلۍ ځوان ملګری هم د تیري کوونکو له خوا ووهل شو او له موټره وغورځول شو.

ویل کیږي چې دغه نجلۍ له دوه نیم ساعتونو څخه د ډیر وخت له پاره د تیري کوونکو له خوا وربړول شوه او ورباندې ډله ییز جنسي تیری وشو او تر هغې وروسته تیري کوونکو نجلۍ له موټر څخه دباندې ګوزا کړه چې تر پېښې بیا دوه اوونۍ وروسته هغې د سنګاپور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د دغې نجلۍ ملګري له «زي نیوز» نومي ځایي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې هغه د پېښې په ورځ له خپلې ملګرې سره یو ځای له سینما ووت او غوښتل یې چې په «ریکشا» کې کور ته ولاړ شي. خو کله چې د ریکشا چلوونکي د هغوی له رسولو څخه ډډه وکړه نو هغوی یوه سرویس ته پورته شول چې په کې شپږ کسان سپاره ول. هغه ویلي دي چې یو څه وخت وروسته دغو شپږو کسانو د دوی په ځورولو پیل وکړ.

د پولیسو د مسوولیتونو په اړه خبرې

د دغه ځوان یوه پښه ماته شوې ده. هغه وویل: «زه له درو تنو تیري کوونکو سره لاس او ګرېوان وم. هغوی مې ووهل خو یوه بل تیري کوونکي زه په یوې اوسپنې ووهلم.» دې ځوان زیاته کړې ده چې د هغه ملګرې وغوښتل چې پولیسو ته زنګ ووهي خو تیري کوونکي یې ګرځنده تیلیفون واخیست. دغه ځوان ویلي دي چې تر دې وروسته تیري کوونکو پر نجلۍ باندې د دوو ساعتونو له پاره جنسي تیری وکړ او د هغې د وژلو په اړه یې خبرې وکړې.

نوموړي ځوان زیاته کړې ده کله چې هغه او ملګرې یې پرته له جامو، له سرویس موټر څخه پر سړک باندې وغورځول شول، نو هغه څو ریکشا چلوونکو ته اشاره وکړه او له هغوی څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه خو هغوی به یوازې د دوې په لور کتل او بیا به يې ورڅخه فاصله نيوله. ځوان زیاته کړې ده چې تر ۲۰ دقیقو وروسته د پولیسو دوه موټره سیمې ته راورسیدل او لومړی یې په دې اړه سره خبرې وکړې چې دغه پېښه د پولیسو کوم مرکز پورې اړه لري.

دغه ځوان وایي چې پولیسو د دې پرځای چې دی روغتون ته ورسوي، هغه يې د ډیر وخت له پاره د څیړنو له پاره ساتلی وو. هغه زیاتوي چې په دې وخت کې یې په روغتون کې له خپلې ملګرې سره هم ولیدل او ورته یې وویل چې د هغې د حق له پاره به مبارزه وکړي. هغه ویلي دي چې ټول باید له هغه سره یو ځای د دې له پاره مبارزه وکړي چې دغه شان جنایت بیا تکرار نه شي.

هندوستان له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه کوي

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر سونیل کومار شیندې، پر دغې هندي نجلۍ باندې د تیري کوونکو تر محاکمې مخکې وویل چې هندوستان به له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه زیاته کړه چې تر دې پیښې وروسته به د پولیسو د کار سیستم تر څیړنې لاندې ونیول شي.

شیندې چې د ښځو د ساتنې په اړه په یوه کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل چې د جنسي تیري د پېښو قانوني څیړنې باید تل ګړندۍ وي. د تیرې پنجشنبې په ورځ د هندوستان په یوه محکمه کې پر نجلۍ باندې د پنځو تیري کوونکو محکمه پیل شوه او هغوی ته یې جرمونه واورول شول. کیدای شي چې دغو کسانو ته د مرګ سزا واورول شي. شپږم برید کوونکی لا تر اوسه پورې له اتلسو کلونو کم عمر لري او له همدې کبله به هغه د یوې ځانګړې محکمې په وړاندې حاضر شي.

په هندوستان کې د جنسي تیري د قرباني نجلۍ ملګری
په هندوستان کې د جنسي تیري د قرباني نجلۍ ملګریانځور: dapd