1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند ستره محکمه: د بابري جومات ځمکه دې هندوانو ته ورکړل شي

۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبه

د هند سترې محکمې په ایودیا کې د بابري جومات د ځمکې د مالکیت په پریکړې سره ویلي چې دغه ځمکه دې هندوانو ته ورکړل شي. پر دغه ځای د کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ شخړې شوي، او په ۱۹۹۲ کال کې جومات ونړول شو.

https://p.dw.com/p/3SjlA
Indien Rückblick 70 Jahre Zerstörung der Babri Masjid Moschee in Ayodhya
انځور: Getty Images/AFP/D. E. Curran

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۹مه نیټه) د هندوستان سترې محکمې پریکړه وکړه چې په ایودیا کې واقع کې د بابري جومات ځمکه د هندوانو مالکیت دی. په دغې تاریخې  پریکړې سره د هندوستان سترې محکمې ویلي چې د بابري جومات ځمکه دې د یو لړ شرایطو په پام کې نیولو سره د هندوانو د یوه معبد جوړولو له پاره هندو مذهبو ته ورکړل شي. په ۱۹۹۲م کال کې پر دغه ځمکه جوړ ۴۶۰ کلن تاریخي جومات هندو مذهبه قهرجنو لاریون کونکو نړولی وو.

د محکمې همدا راز ویلي چې په همدې ښار کې دې ۲ اعشاریه دوه هکتاره نوره ځمکه مسلمانانو ته د جومات جوړولو له پاره ورکړل شي. دغه جنجالي ځمکه د هندوستان د پلازمینې نوي ډهلي ختیځ لوري ته په ۵۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. په ۱۹۹۲م کال کې هندو مذهبه قهرجنو لاریون کوونکو یاد جومات ویجاړ کړ چې په پایله کې یې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه چې زیاتره یې مسلمانان وو، ووژل شول.

د پنځو قاضیانو په شمول دغې محکمې چې د روان کال د اګست میاشتې راهیسې یې پر دغې قضیې کار کوو، ویلي چې د جومات نړول د قانون خلاف یو کار وو. هندوان په دې باور دي چې د رام په نامه د دوی خدای په ایودیا کې زیږیدلی دی او دا چې تر جومات وړاندې دغه ځای د هندوانو یو معبد وو. هندوان همدا راز ادعا لري چې په ۱۶ پیړۍ کې د مغلو د امپراطورۍ پرمهال شاه بابر د یاد معبد پر ځای بابري جومات جوړ کړ. په دې ترڅ کې هندوانو له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوله چې پر دغه ځمکه یو معبد جوړ کړي خو مسلمانانو بیا د جومات جوړولو غوښتنه کوله.

پر دغه ځمکه د کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمځ شخړې روانې دي.
پر دغه ځمکه د کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمځ شخړې روانې دي. انځور: AP

په عین وخت کې، په ۲۰۱۰م کال کې د هندوستان یوې بلې محکمې پریکړه کړې وه چې د یاد جومات ځمکه دې پر دریو برخو وویشل شي  او له دې ډلې دې دوه برخې هندوانو ته او پاتې یوه برخه دې مسلمانانو ته ورکړل شي. د محکمې د یادې پریکړې پر ضد هم مسلمانانو او هم هندو مذهبو د استناف غوښتنه وکړه. په هندوستان کې د ایودیا شخړه د کلونو راهیسې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ شخړو سبب هم ګرځیدلې ده.

د محکمې تر پریکړې وړاندې، د هندوستان لومړي وزیر خلک زغم ته هڅولي وو. د محکمې پر مهال شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د معلوماتو له مخې شاوخوا ۵۰۰۰ ځواکونه د وضعیت د کنترول له پاره په دنده ګمارل شوي وو.