1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند نامطلوبې لوڼې

۱۳۹۶ بهمن ۲۱, شنبه

ډېری هنديان زامن غواړي ځکه چې هغه ورته له مادي او معنوي پلوه ډېر اهميت لري. د يوې نجلۍ په زېږېدو سره اکثر کورنۍ خوشحالي نه اظهاروي. پرېما يوه ځوانه ښځه ده چې د دوو لوڼو په زېږېدو سره له تاوتريخوالي سره مخامخه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2sRXT
Indien Geburtenrate
انځور: Getty Images/AFP

پرېما د خپلې لور، کجل، په وېښتو کې لاس وهي. دغه يولس کلنه نجلۍ همدا اوس له خپلې مشرې خور، پوجا، سره يو ځای له مکتب څخه کور ته راستنه شوې ده. پرېما د خپلو لوڼو د پيدا کېدو کيسه داسې کوي:

«کله چې پوجا دنيا ته راغله، لا ټول خوشحاله ول. په دوهم ځل اميندوارۍ کې ټولو ويل چې: ته به دا ځل زوی زېږوې. خو بيا مې هم لور وشوه. زما مېړه په غوسه شو او ښېرې يې راته وکړې. زه يې ووهلم. هغه چغې وهلې چې، زه زوی غواړم، ته ولې لور راته زېږوې؟ نورې مېرمنې خو هم کولای شي چې زوی راوړي.»

د پرېما ترينګلی ژوند

په دې پسې وضعيت لا خراب شو. پرېما اوس مجبوره وه چې د خپل مېړه پر ضد موقف ونيسي او د هغه په وړاندې ودريږي. پرېما په دې هکله وايي:

«داسې ورځ راغله چې مېړه مې له حده واوښت. هغه زموږ مشره لور په لرګي باندې ووهله. سر يې وينې شو او بايد روغتون ته وړل شوې وای. هغهْ ګواښ وکړ چې دواړه نجونې به ووژني.»

په خپل کور کې او له خپلې کورنۍ سره هم پرېما نه شوای پاته کېدای. حتی خپلوانو او نورو ټولو خلکو هغې ته د پړې ګوته نيوله.

«زما ورونو مجبوره کړم چې خپل مېړه ته ورستنه شم. هغوی ويل که وهي دې هم: ستا مکلفيت دا دی چې له خپل مېړه سره پاته شې.»

پرېما يو ځل بيا حامله شوه. مېړه او خواښې خسر يې داسې انګېرل چې دا به بيا لور دنيا ته راوړي. ځکه يې دا تصميم پسې ونيو:

«خواښې خسر مې زما له مېړه څخه غوښتنه وکړه چې طلاق واخلي او زما څخه بېل شي. اوس زه يوازې وم. ما او لوڼو مو حتی کافي پيسې هم نه لرلې چې ځانونه ماړه کړو.»

په هند کې د نجونو ورکېدل 

د پرېما دغه کيسه ډېره سخته او افراطي برېښي، خو په هند کې داسې پېښې ډېرې تکراريږي. د هند حکومت هم اعتراف کړی دی چې څه باندې شل ميليونه داسې نجونې په دغه هېواد کې ژوند کوي چې چا نه نه دي غوښتې. سربېره پر دې د حکومت په حواله هر کال دوه مليونه نجونې له منځه وړل کيږي: يا د سقط جنين د لارې، يا دا چې له زېږېدو وروسته په قتل رسيږي يا دا چې د نه پاملرنې د وجې د مرګ کندې ته لويږي. سجهو سنګهـ په نوي ډهلي کې د نجونو د ملاتړ د يوه سازمان مشري کوي. هغه وايي:

«په سويلي آسيا کې خلک هلکان خوښوي. دا د هغوی پر کنجوسۍ پورې هم تعلق لري. د نجونو په ودولو کې بايد جهيز يا د مېړه له پاره ولور پرې شي. زامن بيا د مادي رفاه ضامنان بلل کيږي. د اولتراساونډ په واسطه تستونه ډېر ارزانه دي. له دې کبله ډله يزې وژنې صورت نيسي. زموږ د اټکل له مخې دغه تستونه هره ورځ د ۹۰۰۰ نجونو د وژل کېدلو باعث ګرځي.»

دا  په داسې حال کې ده چې له زېږون مخکې د اولتراساونډ معاينې چې د ماشوم جنس پکې معلوميږي، په هند کې د قانون له مخې منع دي. خو شتمن هنديان د مېرمن سنګهـ په خبره تر ټولو زيات زامن غواړي. هغوی کافي پيسې لري څو ډاکترانو ته يې د رشوت په توګه ورکړي، يا دا چې هغوی د خپلو دوستانو په جمله کې د طب ډاکتران هم لري. 

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: