1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هند پر قونسلګرۍ برید د دواړو هیوادونو په اړیکو تاثیر نه لري»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۳, یکشنبه

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د هند پر قونسلګرۍ د ځانمرګي برید وروسته، افغان حکومت ویلي دي چې د هند پر سیاسي نمایندګیو هیڅ ډول تروریستي برید به د دواړو هیوادونو پر دوستۍ او نژدې اړیکو اغیزه ونه کړي.

https://p.dw.com/p/19JZO
انځور: picture alliance/AP Photo

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست د میاشتې دریمه) د جلال آباد په ښار کې د هند پر قونسلګرۍ باندې د ځانمرګي برید په پایله کې نهه تنه ووژل شول او نور ۲۱ تنه بیا ټپیان شول. د دغه برید زیاتره قربانیان ملکي وګړي ول.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزرات ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «په افغانستان کې د هند جمهوریت د سیاسي نمایندګیو او قونسلګریو باندې چې افغان امنیتي ځواکونه یې امنیت ته بشپړه ژمنتیا لري، هیڅ ډول ترهګريز برید د افغانستان او هند د اړیکو په قوت او ژورتیا باندې کومه اغیزه ونه کړي.»

د تیرې ورځې برید په افغانستان کې د هند پر کومې سیاسي نمایندګې باندې لومړی برید نه وو. تر دې دمخه په کابل کې د هند سفارت او د دغه هیواد د دیپلوماتانو پر وړاندې بریدونه تر سره شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زیانځور: DW

که څه هم په جلال اباد کې د شنبې د ورځي ځانمرګی برید چې ځایي چارواکو د وینا له مخې هدف یې د هند قونسلګري وه، مسوولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو افغان چارواکو د داسی حملو ملامتیا په هغو ترهګرو ډلو اچوي چې وایي «اډې یې په پاکستان کې دي.» پاکستان تل د افغانستان دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې له خاورې یې پر افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو له پاره بندو بست کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې ثبات د پاکستان او هند په شمول د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه وګاڼه: «د دوو مستقلو هیوادونو په توګه د افغانستان او هند چې هر یو د خپلې خپلواکمنۍ څخه برخمن دی او د آسیا په زړه کې د امنیت، پرمختګ او اقتصادي ودې په هکله دواړه ګډ هدفونه لري، نزدې اړیکې نه یوازې په سیمه کې بلکې د نړۍ په سطحه د سولې او ثبات په ګټه دي.»

د امنیتي تړون ځنډیدل لا هم ادامه لري

په عین وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي، یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په سر د خبرو اترو ځنډیدو څخه یادونه وکړه.

د امریکا متحده ایالاتو سیاسي او نظامي مقاماتو د اکتوبر په میاشت کې له افغانستان سره د دغه امنیتي تړون د لاسلیکیدو پر سر ټینګار کړی دی، خو افغان حکومت وایي چې د دغه سند د امضا کیدو له پاره کومه مشخصه نیټه نه ده ټاکل شوې.

موسی زي وویل: «د افغانستان دولت له متحده ایالاتو سره د یوې دوه اړخیزې امنیتي موافقتنامې له امضا کیدو سره لیوالتیا لري. هغه یوه موافقتنامه چې له ۲۰۱۴م کال وروسته د امریکا د امنیتي پرسونل د دوامداره حضور زمینه مساعدوي. موږ د مذاکراتو درې رسمي دورې تر سره کړي دي، خو لا هم رسمي خبرې اترې د تعلیق په حالت کې دي.»

د بهرنیو چارو وزرات ویاند وویل چې د دغه «تاریخي» سند محتوا، د افغانستان له پاره مهمه ده. ځکه د هغه په وینا دغه موافقتنامه باید د سولې او امنیت د تامنیدو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا سبب وګرځي.

موسی زي پر دې خبره ټینګار وکړ چې د دغه سند محتوا او هغه ضمانتونه چې افغانستان ته ورکول کیږي ډیر مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي جیمز دابینز، د جمعې په ورځ په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د امنیتي تړون برخلیک باید د انتخاباتي مبارزې څخه تر مخه مشخص شي.