1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په ټاکنو کې د مودي ګوند مخکی دی

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

هندي چارواکو د نړۍ په دغه سترې دیموکراسۍ کې د میلیونونو رایو په شمیرولو پېل کړی دی. په دغه هیواد کې تر ټاکنو وروسته چې شپږ اوونۍ یې وخت ونیو، اټکل کیږي چې د پنجشنبې په ماښام به یې پایلې اعلان شي.

https://p.dw.com/p/3Ivxq
Indien Stimmenauszählung
انځور: Reuters/A. Dave

د لومړیو رایو د شمیرنې له مخې د هند په پارلماني ټاکنو کې د نریندر مودي ګوند مخکی دی. دغه ګوند له ۵۴۲ انتخاباتي حوزو څخه په ۲۹۴ کې له اپوزیسیون څخه مخکې دی.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په نوي ډهلي کې د ټاکنو کمیسیون د لومړنیو رایو تر شمیرولو وروسته ویلي دي چې کانګرس ګوند یوازې په ۵۲ انتخاباتي مرکزونو کې مخکی دی. د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي د چهارشنبې په ماښام تر لومړنیو نظر پوښتنو وروسته چې د مودي د نیشنلست هندو ګوند (بهارتیا جانتا پارټي) احتمالي بریا یې په ګوته کوله له تقلب څخه یادونه کړې وه.

په ۲۰۱۴م کال کې بي جی پي، ګوند لویه بریا تر لاسه کړې وه او د ولسي جرګي له ۵۴۳ څوکیو څخه یې ۲۸۲ ګټلې وې. له ائتلافي ملګرو سره یې هغه مهال په پارلمان کې د څوکیو شمیر ۳۳۶ ته رسیده.

د نړۍ په دغه سترې دیموکراسۍ کې پارلماني ټاکنې د یکشنبې په ورځ پای ته رسیدلې وې. دغو ټاکنو شپږ اوونۍ دوام وکړ. د دغه هیواد ستروالي ته په کتو سره رایې اچونه په اوو پړاونو کې تر سره شوه. په ټوله کې په ۹۰۰ میلیونو کسان باندې غږ شوی وو چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر کسانو څخه ۶۵ سلنه يې خپلې رایې کارولي دي. د اړینو امنیتي تدابیرو او د ۱،۴ میلیارده نفوس په پام کې نیولو سره ټاکنې په ۷ پړاونو کې ترسره شوې.

رایې د الیکترونیکي ماشینونو په واسطه ورکړل شوې دي. د سه شنبې په ورځ ځینې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې چې پکښې ښودل کیدل چي دغه ماشینونه څه ډول په شخصي موټرو کې انتقاليدل. له دې کبله د اپوزیسیون ډیرو گوندونو د رایو په شمیرلو کې له احتمالي لاسوهني څخه انديښنه وښوده.

kle/lh sr/nz (afp, rtre, ape)