1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هيدايت امين ارسلا سره مرکه

۱۳۸۸ تیر ۳۱, چهارشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند هدايت امين ارسلا په کابل کي زيږېدلی درو شپېته کاله عمر د درو اولادو خاوند دی. د نوموړي لومړی مرستيال يې اسماعيل قاسميار او دوهم يې دوست محمدي دي...

https://p.dw.com/p/IvBv
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد هيدايت امين ارسلا
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد هيدايت امين ارسلاانځور: DW

امين ارسلا له دويچه ويلي سره د يوې مرکې په ترځ کي د افغانستان د اړوندو مسايلو په هلکه خپل د راتلونکي احتمالي حکومت دريځونه بيان کړل.

دويچه ويلي: داچي تاسوجمهوري رياست ته كانديدياستی دكومي انګيزې له مخه تاسودې كارته اقدام وكړ؟

ارسلا: زماپخوانۍ ارزو داوه چى زه وطن ته خدمت وكړم په تيره بيادتيرودتيرواوه كالوراپه دى خوايوه اميدواري پيداشوه چى ګنى حالات به ښه شي ماهم په دى حكومت كى كرداردرلودخوپه وروستيودوه درى كالوكى حالات وروورخرابيدل اداري فساددنشۀ توكوماجرااوهمدارنګه دترهه ګرۍ ډيريدل اودخلكواوحكومت ترمنځ دفاصلى پيداكيدل نااهله كسان په حكومتي چوكيومقررول اوداسى نورى انګيزي ددي سبب شوى چى زه هم جمهوري رياست ته ځان كانديدكړم ترڅوددى لارى خدمت وكړم اودخلكو د سوكالۍله پاره ګامونه واخلم په تيره پيادنشۀ توكوسره مبارزه ډيره ضروري ده ځكه چى داوخت يوه ميليون ځوانان په نشۀ توكوپلاندى روږده شوي دي زه غواړم دټولومفاسدوسره دمبارزى لپاره اغيزمن لارى چارى ولټوم.

دويچه ويلي: هركانديديوشعاراوتګ لاره لري ستاسوشعارڅه دى اوتګ لاري مهم ټكى موكومه دي؟

ارسلا:زماشعاردقانون حاكميت اوبياسوله اوبيارفاده چى ټولى ښيګينى پكښى نغښتى دي زه وايم چى ترڅودقانون حاكميت نه وي اقتصادي پرمختګونه ناشوني دي داداري فسادسره مبارزه هم ډيره مهم ده يوه پانګه وال نه غواړي په دغسى مواردوكى چى امنيت نه وي اودقانون حاكميت نه وي پانګه واچوي داقتصادي پاليسى جوړول دپوهنى دحالت ښه كول هغه چاري دي چى ټولنيزه وده رامنځ ته كيږي همدارنګه دښځوحقوقوته پام دمعلولينواومعيوبيونولاس نيوي اومرسته هغه چارى دى چى زمادتګ لارى مهم ټكى دي.

دويچه ويلي:تاسوپه خپلوخبروكى دحامدكرزى په انتظامي نيوكى وكړى په داسى حال كى چى تاسويوه موده دجمهوررئيس دمرستيال په توګه اوپه دى وروستيوكى دسترسلاكارپه توګه دنده ترسره كړي ده اياپه هغه وخت كى ممكنه نه وه چى تاسويادشوى ستونزى حل كړي وايى ؟

ارسلا :ماخپل كوشش وكړهغه څه چى زماپه لاس اوصلاحيت كى ووخوهغه وخت چى دسلاكارپه توګه وم اجرائيوي صلاحيت مي نه درلودخوددى له امله پاتى شوم چى هسى نه خلك وواي چى ګنى زه دنظام خلاف يم داسي نه ده ددى دپاره كانديدشوي يم چى كه چيرى وكولى شم داوس نه غوره چارى سرته ورسوم.

دويچه ويلي: كه چيرى جمهري رياست ته ورسيږي دبهرنيوپوځونوپوځي همكاري چى همدااوس دنړيوال ائتلاف ځواكونه دترهه ګرۍ په ضدجنګيږي اوځيني خلك ورته غيرقانوني خطاب كوي تاسوبه ئى دقانوني كولولپاره كوم اقدامات وكړۍ؟

ارسلا: دغه ځواكونه چى دلته راغلي دملګروملتودسازمان ترچترلاندي راغلي دي اومونږچى دنړيوالي ټولنى يوه برخه يوقانوني بڼه لري اودبن په كنفرانس كى هم دغه پريكړه شوي ده. لكن مهمه داده چى ددغه پوځونوتګ لاره څه ده دوي چى هرخه كوي بايددافغان حكومت سره په تفاهم كى وچليګيږي په تيره بياپه وروستيودوه كلونوكى دملكى تلفاتوګراف لوړه شوي دي چى دادملت لپاره دزغم وړنه ده.

زماغوښتنه به داوي چى دملكي تلفاتوپه كلكه مخنيوي وكړى خوداسى ښكاري چى دكابل دحكومت اودائتلاف دځواكونوترمنځ دنوى پروتوكول له مخى تريوى اندازى دملكي تلفاتوكچه راټيټه شوي ده ددى ژمنى له مخى داسى څرګنده شوي ده كه طالبانوپه كليوكي تشخيص شي بيابه هم د كليوالو د مرګ ژوبلي د مخنيوي له پاره د احتياط نه كاراخلي، چي دايوه ګټوره خبره ده اوزه يې هركلی كوم. خو زماټينګار به بياهم د ملكي تلفاتو په كلكه سره مخنيوي وي، په تيره بيا د ملي اردو او ملي پوليسوپياوړي كول اوبشپړول مهم ضرورت دي، ترڅوخپل امنيت په خپله ونيسواوپه خير او عافيت سره خارجي قواوي بيرته خپلوهيوادونوته ورستنې شي خصوصاً خلك راسره ودريږي او خپل امنيت په خپله ونيسي.

مرکه کونکی. جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل