1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هيومن رايټس واچ مديرد مونشن په کانفرانس کې

۱۳۸۵ اسفند ۹, چهارشنبه

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ مدير، کنټ » روټ «، هم سږکال د مونشن په نړيوال امنيتي کانفرانس کې گډون وکړ. په دغه نړيوال کانفرانس کې چې د روان ميلادي کال د فبروري په مياشتې کې د آلمان د مونشن په ښارکې جوړشو، د نړۍ د بېلابېلوهېوادونو د دفاع وزيرانواوپوځي جگپوړه چارواکوبرخه واخيسته او د امنيتي مسايلوپه هکله يې خبرې اترې وکړې.

https://p.dw.com/p/DMqw
د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ مدير، کنټ »روټ «
د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ مدير، کنټ »روټ «انځور: AP

د نوموړي کانفرانس ترپېل کیدو يوه ورځ مخکې، د هيومن رايټس واچ مدير ، کنټ » روټ «، په برلين کې د يوه لنډاقامت په ترڅ کې، د مونشن په نړيوال امنيتي کانفرانس کې د خپل گډون د هدف په هکله څرگندونې وکړې. » روټ « وويل: » هيومن رايټس واچ خپل تقريباًنيمايي وخت په جنگي سيموکې تېروي. هغه وگړي چې په دغوسيموکې د بشرحقوق ترپښولاندی کوي، اکثراًپوځيان دي. ځکه نوزمونږپه نظردامهمه ده چې له پوځيانوسره خبرې اترې وکړو او د هغوۍ چلندته داسی تغيرورکړو، چې د ملکي خلکوله ژوندسره په لاډېردرناوي چلندوکړي. «

افغاني جنگ سالاران لا قوي کېږي

کنټ » روټ « د افغانستان په هکله وويل: » ... مونږ د افغانستان په شمال کې د جنگ سالارۍ د ودې شاهدان يو. مونږ د افغانستان په شمال کې له يوشمېرجنگ سالارانوسره سروکارلرو، چې د حامد » کرزي « د حکومت متحدين دي او د نشه يي توکو د تجارت له لارې لاقوي کېږي اوخپل ځپونکی سياست د سيمې پر خلکوباندی تحميلوي. د دې کارپايله داده چې گڼ شمېرنجونې ښوونځي ته نشي تلای اواکثريت ښځې بيا د دې قدرت نه لري چې له کورنه ووځي. «