1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «واره او زده ئې کړه» د راډیويي ډرامو دویمه مجموعه

په افغانستان کي د پرمختګ او بيا رغوني د کاميابۍ دپاره تعليم او تربيه ډيره اړينه ده. دويچه ويلي د «واره او زده کړه» پروګرام د لاري د ځوانو اوريدونکو د مهارتونو د سطحي د پياوړتيا دپاره د زده کړي يوه طريقه وړاندي کوي.

https://p.dw.com/p/M9FU
انځور: DW

د «واره او زده کړه» پروګرام په ډيرو ژبو، د ليري فاصلې او متقابل تأثير د زده کړي پروګرام دی ،چه د راډيو او انترنيټ د لاري خپريږي.
 
دغه پروګرام د ۱۲ او ۲۰ کلونو ترمنځ افغاني ځوانو اوريدونکو دپاره جوړ سوی دی، او هغه مهم چلنجونه آزمويي چې هغوی په خپل ورځني ژوند کښي ورسره مخامخ وي . د «واره او زده کړه» پروګرام غواړي چې افغاني ځوانان د افغاني ژوند او ورځنيو تجربو سره د امکان تر حده پوري آشنا سي. له همدې کبله موږ د هغو ليکوالانو سره په ګډه کار کوو چه په افغانستان کښي اوسيږي، چيري چه ددغه پروګرام هره برخه جوړيږي.
 
راډيويي ډرامې او نور تفريحي او معلوماتي موضوعګاني په اساسي ډول د ځوانو اوريدونکو سره د تماس يوه ښه لار برابروي.
 
د «واره او زده کړه» پروګرام پهافغانستان کښي په پښتو او دري ژبو وړاندي کيږي . دا پروګرامونه د راډيو د لنډو څپو، انترنيټ او د محلي نشراتو د لاري ترلاسه کيدلای شي.
 
پر يو بل باندې تأثير
 
د «واره او زده کړه»پروګرام يوازي تعليمي او تفريحي پروګرام نه دی. دا په ګډه د کارکولو پروګرام دی . ځوان اوريدونکي کولای سي، په مستقيم ډول سره د راډيو په خپريدونکو پروګرامونو کښي د ټيليفوني، ذهني مسابقواو نظرپوښتنو د لاري برخه واخلي .

همدا رنګه اوريدونکي د ډويچه ويلي سره د عنعنوي لارو ، لکه ټيليفون ، ليک، بريښناليک او پيغامونو په ليږلو سره هم تماس نيولای سي .
زموږ د ويب پاڼي د لاري پوښتني او جوابونه د موادو په ډول وړاندي کيږي ، او همدارنګه هغه سيمه ييزو مؤسسو ته لنکونه وړاندي کيږي، کومي چه په اړونده پروژو پوري مربوطي دي .

مخکي تر پسرلي به د « واوره او زده کړه» پروګرام لومړۍ خپرونه خپره سي. که په دې اړه کوم نظر، وړانديز يا پوښتنه لری په لاندي پته زموږ سره اړيکه ټنګه کړی.