1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واشنګټن اقتصادی – مالي غونډه د اروپايانو يو برياليتوب ؤ

۱۳۸۷ آبان ۲۷, دوشنبه

پرون او وړمه ورځ په واشنګټن کي د اقتصادی - مالي بين امللي بحران په اړه د G 20 د هيوادوسرمشريزه پدې ګډي غوښتني سره پای ته ورسيده ...

https://p.dw.com/p/FwdT
په واشنګټن کي د G 20 د هيوادوسرمشريزه
په واشنګټن کي د G 20 د هيوادوسرمشريزهانځور: AP

چه شامل هيوادونه بايد په اقتصادی او مالي برخه کښي په ګډه سره په نړيوال چوکاټ کي يو د بل سره همکاري وکي .

په غونډه کي پر ډيرو مسايلو د هغې جملې څخه د بانکونود ډير کنترول او دمالي اقلامواو محصولاتو د شفافيت په باب خبري وسوې . دهمدې کبله دغه اوله بين امللي غونډه د اقتصادی مسايلو په باب د جرمني د اوسنيو مطالعاتو د امريکايي انستيتوت د مشر ټيم سټک ټې دپاره يو برياليتوب ؤ . دی وايی ،

«دغه سرمشريزه زما د انتظار سره سمه وه . تر دغه اضافه سړي د هغه څخه څه توقع نسوای کولای . داهغه څه دي چه سړي يې انتظار کولای سوای . سړی نسي کوالای چه همدااوس په جزيياتو سره د مالي بازارو دپاره داسي قواعد وضع کي ، چه په شنبه هغه اعلام او په دوشنبه سهار هغه په اسعاري بازارو کي اعتبار پيدا کي . »

د پيترسن په نامه د بين امللي اقتصادی انستيتوت معاون آدم پوزن تر هغه لا ډير ددغي سرمشريزي څخه راضي دی او وايي چه،

«دا يو ډير لوی برياليتوب ؤ. که څه هم دا يو مطلق برياليتوب نه ؤ، لکه څنګه چه هغه په بريتن ووډ2 Bretton Wood2)) کي ؤ،مګر هغه ددې دمخه د نورو ټولو بين امللي غونډو اوسرمشريزو په نسبت يوه کاميابي وه .»

بايد وويل سي ، چه د امريکاد بريتن ووډ2 Bretton Wood2) په منطقه کي په 1944 کال کي د بين امللي وجهي صندوق او جهاني بانک تر تأسيس وروسته د بين امللي مالي- اقتصادی نظام اساس کښيښول سو .

که څه هم د واشنګټن په سرمشريزه کي کم مشخص تدابير ندي وضع سوي ، خو سړی نسي کولای د يوه 12 ساعته جلسې څخه تر دې ډير انتظار هم ولري . اروپايان د هغه څخه پدې خوشاله دي ، چه د امريکا متحده ايالات د اولي پلا دپاره حاضر سوي دي ، چه د بين امللي اقتصادی - مالي مراقبت او کنترول څخه خبري وکي .خاصتاً د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي پر بوش باندي فشار راوستلی ؤ، چه اقتصادی - مالي سرمشريزه دي په همدغه کال کي جوړه سي .

خو د ټيم سټک ټې په نظر د اروپايانوپر برياليتوب سربيره دا لا اوس وختي دی ، چه د اروپايی مالي - اقتصادی ساختمان څخه دي خبري وسي .

مګرد جنورۍ تر شلمي پوري چه بارک اوباما د امريکاد جمهوررييس په حيث تعينيږي ،پدې باب به نور څه تغير ونه خوري .

راتلونکې سرمشريزه به هغه وخت جوړيږي ، چه د بارک اوباماد رياست جمهورۍ څخه پوره 101 ورځي تيري سوي وي . خو داچه دی به بيا کوښښ وکي ،او وکولای سي چه په مالي – اقتصادی مسايلوکي د امريکا رهبري کونکی رول بيرته وغواړي ،نو هغه د G 20 د هيوادو د اقتصادی - مالي سرمشريزي دپاره يوه هيجاني پوښتنه ده .