1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د ورور په مرسته په کانکور کې اول نمره شوم"

۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبه

محمد حسن به هره ورځ تر ناوخته د ژمي په سړه هوا او د اوړي په غرمو كې د دوړو او ګردونو تر منځ د مزارشريف په يوه څنډه كې پنچرميني کوله. هغه له دې کار سره د خپل ورور د زده کړو لگښتونه پوره کول.

https://p.dw.com/p/14ZFb
انځور: DW

په افغانستان كې د تېر كال د كانكور په ازموينه كې د بلخ ولايت اوسېدونكي سيد سردار رضايي، چې له خورا غريبې كورنۍ سره تړاو لري تر ټولو لوړې نمرې واخیستې. هغه دا کار د خپل مشر ورور محمد حسن په مرسته ترسه کړ. رضایي د کانکور په ازموینه کې ۳۲۲ نمرې تر لاسه کړې وې.

محمد حسن د رضایي ورور په خپل دکان کې د کار په حال کې دﺉ.
محمد حسن د رضایي ورور په خپل دکان کې د کار په حال کې دﺉ.انځور: DW

كانكور په افغانستان كې د زده كړو په برخه كې له ټولو مهمه ازموينه ده، چې هر كال يو ځل د لوړو زده كړو وزارت له خوا د ښوونځيو د دولسم ټولګي له فارغينو څخه اخيستل كېږي. د ښوونځیو فارغان د همدې ازموینې له لارې پوهنتون ته لاره پيدا كوي.

د مزارشريف ښار د لسمې ناحيې په علي چوپان سیمه كې د پنچرميني هټۍ لرونكي ۳۲ كلن محمد حسن خپل كشر ورور سردار رضايي ته د زده كړو هغه ټولې اسانتياوې برابرې كړې وې چې دى پرې د خپل ژوند له پاره د خپلې خوښې برخليك وټاكي.

د تېر كال د كانكور ازموينې اول نمره سيد سردار رضايي وايي چې دى د خپلې كورنۍ لومړۍ باسواده غړى دئ. هغه زیاته کړه چې خوښ دئ چې د خپلې كورنۍ په مرسته ئې د كانكور ازموينې له لارې د كابل پوهنتون معالجوي طب ته لاره پيدا كړه.

نوموړي زياته كړه چې ښايسته وخت كېږي چې پلار ئې د كور د اقتصادي بوج له اخيستو عاجز وو او مشر ورور ئې ترې بېل شوى وو. د رضايي بل ورور چې محمد حسن نومیږي او له ده مشر دئ د كور د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو سربېره ده ته د زده كړو زمېنه هم برابروله.

د هغه په قول ورور ئې د ښار په يوه څنډه كې د موټرو د پنچرميني له لارې د كور اړتياوې پوره كولې او دى ئې كار ته نه پرېښود او په كور كې ئې ورته د زده كړو له پاره يوه خونه هم بېله كړې وه.

رضايي چې د ورور د خواريو احسان ئې له څېرې او سترګو له ورايه برېښېده وويل چې دى به هڅه وكړي چې له خپلو ارمانونو څخه مخكې د خپلې كورنۍ او ورور هېلې پوره كړي.

د رضايي د زده كړو ملاتړ كوونكي محمد حسن وويل چې ورور ئې د ژوند هغې لارې ته برابر شوى دئ چې د ټولې كورنۍ نيك مرغۍ ورپورې تړلې ده.

نوموړي زياته كړه، چې دى خپل ژوند ته خپه دئ چې بې سواده پاته شوى دئ خو هيله لري چې خپل ارمانونه د ورور له لارې پوره كړي:

«زموږ په وخت كې خو جنګونه ول. وطن كركې په سر اخيستى وو. نه ښوونځي ول او نه هم څوك د زده كړو په معنی پوهېدل. اوس خو شكر حالات بدل شوي دي نو بايد ورڅخه ګټه واخلو.»

حسن وويل چې ورور ئې له اوسني حالاتو او د ده له ملاتړ څخه پوره ګټه واخيسته تر دې دمه زده كړې ئې په هغه ډول پر مخ وړي چې دوى ئې تمه لرله.

د رضايي پلار د هغه د کور په انګړ کې
د رضايي پلار د هغه د کور په انګړ کېانځور: DW

نوموړي زياته كړه: «كه زه به ټوله ورځ د پرديو موټرو د ټايرونو په جوړولو اخته وم نو ورور به مې ټوله شپه د كور په وړه خونه كې د پيكنيك رڼا ته په سبق مشغول وو.»

د هغه په قول ډېر ځله ئې ورور د شپې تر ناوخته په سبق ويلو ليدلى دئ چې ده به پرې دمه جوړېده او د كور راتلونكى به ورته روښانه برېښېده.

حسن وويل چې تر هغو پورې چې ئې د ورور لوړې زده کړې پای ته رسیږي له هغه څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ۱۳۹۰ لمريز د كانكور ازموينې اول نمره رضايي وايي چې دى هڅه كوي چې په سمه توګه د طب پوهنځی بشپړ كړي او د ډاكټري له لارې د خپلې كورنۍ سربېره د خپل هېواد په چوپړ كې پاته شي.

د سيد سردار رضايي د ښوونځي چارواكي وايي چې د نوموړي برياليتوب يوازې د ده كورنې پورې نه بلكې د دې هېواد برخليك پورې هم تړاو لري.

رضايي د مزارشریف په سلطان غیاس الدین ښوونځي کې زده کړې کړي دي.
رضايي د مزارشریف په سلطان غیاس الدین ښوونځي کې زده کړې کړي دي.انځور: DW

په مزارشريف كې د سلطان غياث الدين لېسې مدير رحمت الله وويل چې دى خوښ دئ چې د هغه زده كوونكي د كانكور په ازموينه كې لومړى مقام تر لاسه كړ.

د كانكور په ازموينه كې له سلطان غياث الدين لېسې څخه څه باندې ۶۰۰ تنو برخه اخيستې وه چې نزدې ۴۰۰ تنو ئې د هېواد پوهنتونونو ته لاره پيدا كړه.

د لېسې مدير وويل چې سيد سردار رضايي په ياده لېسه كې له نهم ټولګي څخه زده كړې پيل كړې، چې له پيله پرې د ښه او خواري كښ زده كوونكي ګمان كېده.

نوموړي زياته كړه، چې رضايي وتوانېد، چې تر يوولسم ټولګي تر اول نمرګۍ ځان ورسوي او له دولسم څخه تر فارغېدو ئې خپل دغه مقام وساته.

ښاغلي رحمت الله وویل چې د كانكور په ازموينه كې د رضايي اول مقام تر لاسه كول د دغې لېسې د پاته زده كوونكو له پاره د لارې مشال جوړ شوى.

سید رضایي اوس یو اوږده لار په مخ کې لري. هغه به یوازې اوه کاله د کابل د طب په پوهنتون کې زده کړې وکړي خو اوس رضایي د یوې روښانه راتلونکې په لور د گام اخیستلو په حال کې دئ.

مصطفى بلخي
کتونکی: مسعود جهش