1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ورځې په اوږدو کې د لنډ خوب گټي

۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبه

خوب د انسان د وجود له پاره تر بل هرڅه ډیر ارزښتانکه دی، ځکه د خوب پرمهال د انسان انساج او حجرې خپل فعالیت کوي او خرابې شوې حجرې ځان بیرته رغوي او یا نوې حجرې رامنځ ته کیږي. د ورځې پرمهال خوب هم خپلې ګټې لري.

https://p.dw.com/p/2tpph
Schlafender Geschäftsmann
انځور: picture alliance/Beyond

وايي چې شپه د خوب له پاره او ورځ د کار له پاره، خو پوښتنه دا ده چې آیا د ورځې پرمهال خوب هم ګټه لري؟ د روغتیا د برخې کار پوهان وايي چې د ورځې پرمهال هم لنډ خوب ډیري ګټې لري او په حقیقت کې د انسان د روغتیا له پاره ډیر مفید واقع کیږي.

په جنوبي اروپا کې له اوږدې مودې راهیسې جریان درلودونکی د ورځې پرمهال د خوب پرفرهنګ باندي د عصري نړۍ د کار په چاپیریال کې تمسخر کیږي. خو، د ورځې پر مهال خوب په اصل کې د انسان د روغتیا له پاره ډیري ګټې لري.

د ورځې پرمهال لنډ خوب د انسان تمرکز زیاتوي او په پایله کې یې د انسان فعالیت او کار ښه کیږي. پر دې سربیره د ورځې پرمهال لنډ خوب کولی شي د زړه د ناروغیو مخنیوی هم وکړي او د انسان په وینه کې د سیروتینن د زیاتیدو په برخه کې هم مرسته کوي چې له امله یې د انسان حالت ورسره ښه کیږي.

په ورته وخت کې د ورځې په نیمايي برخه کې زیاتره کسان د تمرکز له نشتوالي او له ستړتیا شکایت کوي. د ورځې پرمهال د شلو یا دیرشو دقیقو له پاره خوب کول او په اکثر ډول تر یو ساعت پوري خوب د انسان د روغتیا په برخه کې ډیره مرسته کولی شئ. په عین وخت کې په دفتر کې د کار پرمهال، د کاري وقفې پرمهال او یا کار ځای ته څیرمه په یوه پارک کې خوب کول هم یو ښه انتخاب وي.

زموږ له ارشيف څخه: