1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ورکې شوې الوتکې د موندلو نوې هیلې

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د ملیزیا د هوایي شرکت د ورکې شوې الوتکې د لټون د ډلې چارواکي وايي چې دوه داسې سگنالونه يي ترلاسه کړي دي چې گومان کیږي د مالیزیایې هوایي شرکت د ورکې شوې بوینگ ډوله الوتکې له «بلک باکس» څخه استول شوي وي.

https://p.dw.com/p/1BeJK
انځور: picture-alliance/dpa

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د مالیزیا د MH370 نمبر پرواز په لټون کې د مصروفي نړیوالې ډلې مشر اینگس هوستن، په حواله ویلې دي چې د هند سمندر په سویلي برخه کې له ژورو اوبو څخه يي داسي دقیق سگنالونه ترلاسه کړي دي چې گمان کیږي د ورکې شوې مالیزیايي الوتکې له بلک باکس یا تور بکس څخه استول شوي وي.

یوې استرالیايي بیړۍ چې په کې سگنال اخیستونکې اله نصب شوې ده هم تر دې مخکې د شنبې او یکشنې په ورځو دوه واره داسې سگنالونه ترلاسه کړي ول چې گومال کیده د همدغې ورکې شوې مالیزیايي الوتکې له بلک باکس څخه ول خو تر لږ ځنډ وروسته بیا دغه زیگنالونه ورک شول.

اینگس هوستن د چهار شنبې په ورځ یو وارو بیا د دې خبری بخلې وکړ چې د سه شنبې په ورځ د دغو سگنالونو لړۍ یو وار بیا پیل شوې ده. د لټون په ماموریت مصروف په دغه استرالیايي سمندري بیړۍ کې د امریکا د سمندري قواو داسې یوه اله نصب شوې ده چې په ځانگړې توگه د الوتکو د بلک باکسونو د سگنال د معلومولو توان لري. له دې سگنالونو څخه معلومیدای شي چې بلک باکس اوس جیرې دی.

د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ښاغلي هوستن د لټون د دغه ماموریت په هکله وویل: «زه هیله لرم چې په راتلونکو څو ورځو کې به موږ داسې شواهد تر لاسه کړای شو چې دا ثابته کړی چې ورکه شوې مالیزیايي الوتکه په همدغه ځای کې لویدلې ده.»

نوموړي زیاته کړه چې هغه ډاډمن دی چې دوی په سم ځای کې د لټون کار پيل کړی، خو هغه دا هم وویل، تر هغه وخته چې يي د الوتکې ټوټې نه وې موندلي د بریالیتوب ادعا به ونه کړي.

دا خبره مهمه ده چې له بلک باکس څخه ترلاسه کیدونکي سگنالونه به د لټون د ساحې په کوچنۍ کیدو کې مرسته وکړي او پلټونکې امله به خپله توجه پر یوه خاص ځای متمرکزه کړي.

سربیره پر دې په بلک باکس کې د ثبت شویو معلوماتو له مخې به دا خبره هم روښانه شي چې د وروستي ځل له پاره د الوتکې په کابین کې کومې خبری شوې دي او څه علت وو چې الوتکې خپل مسیر ته تغیر ورکړ.

بل لور ته داسې اطلاعات هم ترلاسه شوې دي چې د بلک باکس د بطرۍ چارچ ختمیدو ته ډیر لږ وخت پاتی دی. د بطرۍ د چارچ له ختمیدو سره به بلک باکس نور زیگنال وا نه ستوي او په دې ترتیب سره به د الوتکې د موندلو هڅې له لا ډیرو ستونزو سره مخامخې شي.

دغه بوینگ الوتکه یوه میاشت مخکې لادرکه شوه خو تر اوسه پوری يي په هکله دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي. د مارچ د ماشتې په ۸ نیټه دغه مسافر وړونکې بوینگ الوتکه له خپلو ۲۳۹ تنو سپرلیو سره له کولالمپور څخه د بیجینگ په لور روانه وه. د الوتکې تر پرواز ۴۰ دقیقي وروسته هغه له رادار څخه ورکه شوه او تر اوسه پورې یې هیڅ درک نه دی معلوم.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب