1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسلو او نظامي تجهیزاتو معاملې ډیري غوړېدلي دي

۱۳۹۶ اسفند ۲۱, دوشنبه

په ټوله نړۍ کي د سیاسي کړکیچونو د ډیریدو په سبب د وسلو تجارت بيرته زیات سوی دی. جرمني که څه هم د خپلو وسلو خرڅلاو راکم کړئ دی، خو بیا هم په جهان کي څلورم مقام لري.

https://p.dw.com/p/2u9bY
Panzer Leopard, Informationslehrübung "Das Heer im Einsatz"
انځور: picture-alliance/dpa/M.Gambarini

لکه څنگه چي په ستاکهولم کي د نړيوالي سولي د څېړنو انستیتوت (SIPRI) په یوه نوي رپوټ کي راغلي دي، په ټوله نړۍ کي د وسلو او نظامي تجهیزاتو د جوړونکو شرکتونو معاملې غوړېدلي دي: داسي چي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کلونو ترمنځ د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲م کلونو په پرتله لس فیصده اضافه سوي دي. تر ټولو دمخه بیا آسیا، د پاسفیک هیوادونو او منځني ختیځ ته ډیري وسلې صادري سوي دي.

امریکا د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد

د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد د ۳۴ فیصدو په سهم سره د پخوا په ډول امريکا متحد ايالات دي. امریکا یوه پر څلورمه برخه د خپلو وسلو صادرات اضافه کړي او مجموعأ یې ۹۸ هیوادو ته لیږلي دي. د سيپري د کارپوهي، اوډي فلوی رانت په حواله د هغو قرارداونو پراساس چي پخواني جمهوررئيس بارک اوباما امضأ کړي ول، امريکا متحد ايالات تر۱۹۹۰مو کلونو راوروسته د وسلو د صادراتو تر لوړ حد ته رسیدلي دي: «دغه معاملې او په ۲۰۱۷م کال کي نور لاسليک سوي قراردادونه به د دې غم وخوري چي امريکا متحد ايالات به په راتلونکو کلونو کي هم د وسلو لوی صادرونکی هیواد پاته سي».

د سيپري په حواله که څه هم د روسیې د وسلو صادرات د تیرو پنځو کلونو په مقایسه ۷ فیصده راکم سوي دي، خو د وسلو د بازار د ۲۲سلنه په سهم درلودلو سره بیا هم په دوهم ځای کي دی.

جرمني چي تر فرانسې وروسته په ټوله دنیا کي د وسلو د صادراتو په برخه کي څلورم ځای لري، که څه هم خپل د وسلو خرڅلاو یې ۱۴ فیصده راکم کړی دی، خو منځني ختیځ ته یې بیا په همدغه وخت کي دوه چنده وسلې صادري کړي دي. دا هم په داسي حال کي ده، چي د سيپري د کارپوه پیتر وېڅمن په نظر هلته اکثره هیوادونه د تشدده په ډکو مستقیمو کشمکشونو او جنگونو کي برخه لري. د وېڅمن په خبره که څه هم په غربي اروپا او شمالي امریکا کي په دې باب سیاسي بحثونه سوي دي،«خو سربیره پردې امريکا متحد ايالات او اروپايي هيوادونه د وسلو د صادراتو اصلي هیوادونه دي».

هندوستان د وسلو تر ټولو لوی واردونکئ هیواد

تر ټولو لوی د وسلو واردونکئ هیواد بیا په ۱۲سلنه ونډي سره په ټوله نړۍ کي هندوستان دئ. په ستاکهولم کي د نړيوالي سولي د څېړنو انستیوت(SIPRI) په دغه رپوټ کي راغلي دي چي«له پاکستان او چین سره د هندوستان د تشنج په سبب د هغو وسلو د رانیولو تقاضأ ډیريږي چي پخپله یې نه سي تولیدولای».

د وسلو دوهم لوی واردونکئ هیواد بیا تر مصر، عربي متحدو اماراتو او چین دمخه سعودي عربستان دئ چي د وسلو رانیول یې درې چنده کړي دي.

د چین ولسي جمهوریت بیا د وسلو واردات تقریباً یو پر پنځمه برخه راکم کړي دي، ځکه چي هغه په مخ پر ډیریدونکي ډول سره پخپله وسلې تولیدوي. چين پخپله هم نوري نړۍ ته وسلې صادروي او په ښکاره ډول سره یې صادرات ۳۸ فيصدو ته لوړ سوي دي. دغه هیواد تر ټولو دمخه پاکستان، الجزایر او بنگله دیش ته ډیري وسلې صادروي.

د اروپايي هيوادونو د وسلو په وارداتو کي بيا کمښت راغلی دی او ۲۲ فیصده ته راکښته سوي دي. خو د ياد انستیتوت د محقیقینو په نظر به په راتلونکو کلونو کي له روسیې سره د مخ پر ډیریدونکي تشنج په سبب د وسلو واردات ډیر کړي. داسي چي په همدا ۲۰۱۷م کال کي یې لا د راکټي دفاعي سیسټم په برخه کي قراددونه امضأ کړي دي چي په راتلونکو کلونو کي به ورته ولیږل سي. له امریکايي شرکتونو سره د جنگي الوتکو د قرارداونو له کبله به هم د هغوی د وسلو واردات بیرته ډیر سي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم(10.11.2017)