1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسلو تر ټولو لوی سوداگر محکمې ته وړاندي سو

۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبه

په ۲۰۰۸ کال کي په ټايلند کي نيول سوی روسی تبعه ويکتور بوت نن په دې تور محکمې ته وړاندي کيږي چي په غير قانوني توګه يې وسلې پلورلي دي.

https://p.dw.com/p/PTed
ويکتور بوت 25 کلن و،چي دوې زړې نظامي الوتکي يې واخيستې او په نړيواله کچه يې يو ټرانسپورټي شرکت جوړ کړی.
ويکتور بوت 25 کلن و،چي دوې زړې نظامي الوتکي يې واخيستې او په نړيواله کچه يې يو ټرانسپورټي شرکت جوړ کړی.انځور: AP

ويکتور بوت د «مرګ سوداګر» بلل کيږي. هغه د نړۍ يو تر ټولو لوي د وسلو تجار هم ګڼل کيږي.

د متحده ايالتو د چارواکو په وينا هغه په نوي يمو کالونو کي هڅه کړې چي په انګولا، ليبيريا، روانډا او سيرا ليون کي د خپلمنځيو جګړو پر بيلابيلو ډلو او ګوندونو وسلي وپلوري.

سربيره پر دي ويل کيږي چي ده هڅه کړي په افغانستان کي توندلارو اسلامي طالبانو او د القاعدې تروريستي شبکې ته هم وسلې واستوي.

د ۲۰۰۸ م کال په مارچ کي دغه ۴۳ کلن روسي تبعه د تايلنډ په پلازمېنه بانکاک کي ونيول سو.

امريکايي پلټونکو ځانونه د کلمبيايي اف اي ار سي په نوم ياغي ډلي د غړو په توګه معرفي کړي وو او په درنو وسلو او مرميو کي يې علاقه ښودلې وه.

د امريکي د متحده ايالتو لوی څارنوال مايکل ګارسيا د بوت نيونه ستايي او وايي چي دا د وسلو د غير رسمي سوداګرۍ په وړاندي يوه مهمه ضربه ده.

« بوت او د هغه مرسته کونکو غوښتل چي اف آي ار سي ته د هغوی د تاوتريخوالي ډکو اهدافو د پاره وسلي وليږي. په هغو کي د ځمکي هوا ته توغندی او راکټ انداز وسلې هم راتلې».

بوت دې ته ليوالتيا ښکاره کړې چي دغه ترهګر سازمان ته وسلې وليږي او غوښتل يې چي دا کار وکړي.

د امريکايي څارنوال په خبره «د ده نيونه د يوي نړيوالي پلټني پايله ده چي د متحده ايالاتو پلټونکو تر سره کړي ده.»

ويکتور بوت د تايلنډ محکمه تورنه کړې چي د امريکا د متحده ايالتونو لخوا رامنځته سوې او د روسيې پر لومړي وزير ولاديمير پوتين او ولسمشر ديميتري مدويديف باندي ږغ کړی چي د هغه څخه دي ملاتړ وکي.

تر دې د مخه د امريکا متحده ايالتو ښايي هڅه کړې وه چي د ټولو ډيپلوماتيکو امکاناتو څخه ګټه واخلي چي د وسلو دغه تجار چي د ډير وخت راهيسي يې لټون روان يوې امريکايي محکمې ته حاضر سي.

د بوت تايلنډي مدافع وکيل، لاک نيتي واتانا ويچان وويل چي پر محکمې باندي راغلی سياسي فشار ډير زيات و.

د شوروي اتحاد د ړنګيدو وروسته، ويکتور بوت چي هغه مهال 25 کلن وو، دوې زړې نظامي الوتکي واخيستې او په نړيواله کچه يې يو ټرانسپورټي شرکت جوړکړی.

داسي وويل کيږي چي د ساړه جنګ وروسته هغه د افريقا د لويو جنګ سالارانو د وسلو اړتياوي پوره کړي دي.

له همدې کبله پر ده باندي په امريکا کي د وسلو پر غيري قانوني تجارت سربيره د پيسو د سپينولو تور هم لګول کيږي.

د بوت ددې فعاليتونو کيسه د هالي ووډ د« جنګ سالار» نومي فلم، چي مشهور هنرمند نيکولاس کيج پکښي مرکزي رول لوبولی، سوې ده، چي په دې فلم کي د وسلو تجار په پای کي وبخښل سي.

موشي بروسکا/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل