1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان بیا وځنډید

۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان، د دویم ځل له پاره ځنډیدلې دی. دغه پایلې باید د نومبر پر ۱۴مه نیټه اعلان شوې وای.

https://p.dw.com/p/3Svdx
Afghanistan Wahlen
انځور: Getty Images/P. Bronstein

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي، په دې اړه وویل: «لومړنۍ پایلې به سبا [د نومبر میاشتې په ۱۴مه نیټه] اعلان نه شي تر هغه وخته پورې چې تخنیکي ستونزې نه وي حل شوې.»

تر دې مخکې د رویترز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې ښايي د پایلو اعلان وځنډیږي ځکه په ټاکنو کې د ولسمشر غني یو اصلي رقیب، عبدالله عبدالله د رایو د بیا شمیرنې له بهیر څخه د وتلو ګواښ کړی وو.

ms/sn (reuters)