1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ لپاره کانديد سنګين محمد رحماني سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۶, سه‌شنبه

سنګين محمد رحماني د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاكنو نوماند په كال ۱۳۳۳ كې د بدخشان ولايت د يفتل په ولسوالۍ كې زيږيدلى پوځي لوړې زده كړې يې كړي او شپږ اولادونه لري...

https://p.dw.com/p/IyGH
ولسمشرۍ ته کانديد سنګين محمد رحماني
ولسمشرۍ ته کانديد سنګين محمد رحمانيانځور: DW

سنګين محمد رحماني خپل راتلونكي كاري پروګرامونه او تګ لاره يې د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې دويچه ويلې ته څرګند كړل . رحماني د دې پوښتنې په ځواب كې چې كه چيرې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاكنو كې ګټونكى شي دى به دى به د امنيت د راوستلو په برخه كې كوم پروګرامونه پلي كړي داسې وويل :

د برياليتوب په صورت كې كه چيرې د هيواد ولسمشر شم زه به هغه جنايت كوونكې چې په ډيره شميره په افغانستان كې په ورانكاري فعاليتونو او جنايتونو بوخت دي سمدلاسه تشخيص كړم او له هغو څخه به څلور سوه تنه توقيف او په زندانونو كې به يې واچوم . دوى اكثره پيژندل شوي دي په ټولو ولايتونو كې شتون لري او هان له هيواد څخه بهر هم فعاليتونه لري چې پخپلو كړنو سره زمونږ د هيواد نوم بدوي . كله چې د بدامنيو د لاملونو داسې تړلي كسان بنديان كيږي دا پخپله د امنيت په راوستلو اغيزه كوي . د دې تر څنك مونږ وسله وال ځواكونه لرو له هغو څخه ګټه اخلو او د يو سم مديريت په كولوسره وسله وال ځواكونه هم كولاى شي د امنيت په راوستلو كې ښه ونډه تر سره كړي په دې برخه كې د پوليسو روزنه او سمبالول تر ټولو په لمړيتوبونوكې راځي .

د اقتصادي بحران د مخنيوي په موخه او د اقتصادي ودې لپاره سنګين محمد رحماني خپل كاري پروګرام ته اشاره كوي او وايي چې :

داچې زه د ولسمشر په توګه وټاكل شوم سمدلاسه به د كانونو په ايستلو پيل وكړم ځينې كانونه به د داوطلبۍ له مخې هغو دوستو هيوادونو ته وسپارم چې له مونږ سره د دوستۍ اړيكې لري . د بيلګې په توګه د شبرغان ګاز به ډير ژر د خداى په توكل ټولو ولايتونوته وغځول شي . د خداى په فضل زمونږ په هيواد كې كرهڼيزې ځمكې ډيرې زياتې دي د باغونو د جوړولو وړتيا ډيره ده ، روانې اوبه ډيرې لرو له دغو روانواوبو څخه به د نويو ځمكو په خړوبولو كې ګټه واخلو او بزګرانو ته به هغه څه په واك كې وركړو چې د دوى د كرهڼيزو چارو اړتيا جوړوي . مالياتې سيستم به داسې منظم كړو چې د هيواد په هيڅ ګوټ كې سوداګر، صنعت كاران ، كسب لرونكى او توليدونكي له مالياتي سيستم څخه لري پاتې نشي او هڅه به وكړو تر څو ټول كورني عوايد په سمه توګه مركز ته وليږدول شي .

ښاغلى رحماني د بهرنيو ځواكونو شتون په افغانستان كې يوه اړتيا ګڼي او وايي چې :

د اوس لپاره بهرني ځواكونه چې په هر عنوان په هيواد كې شتون لري بايد د هغو په وړاندې ډير حساسيت ونه ښيو په دې خاطر چې دغه بهرني ځواكونه چې افغانستان ته راغلي د نړۍ د هيوادونو د مشرانو او دهغو افغانانو چې د خلكو استازيتوب يې كاوه په سلا مشوره دلته راغلي ، دا چې دوى د خلكو استازي ؤ اوكه نه دا بيله خبره ده د همدوى په غوښتنه راغلل . اوس داسې نه كيږي چې د دوى په وړاندې اتيا درجې حساسيت پيدا كړو. نړيواله ټولنه د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې ډيرې مرستې كړې داچې پخوا حكومتونه د زور ، كودتا او شخړو په واسطه رامنځ ته كيدل اوس د هم دغو مرستو له امله حكومتونه د ټاكنو له لارې رامنځ ته كيږي . نو له دې امله هم ويلاى شو چې د نړيوالې ټولنې د ځواكونوشتون په افغانستان كې د يو ښه نيت له مخې ده . مونږ افغانان بايد دا هڅه وكړ تر څو په خپل هيواد كې د سولې په راوستلو كې مرسته وكړو كله چې سوله او امنيت رامنځ ته شو نو بهرني ځواكونه پخپله خپل شتون په افغانستان كې لازمه نه بولي او خپلو هيوادونو ته ځي .

د دې پوښتنې په ځواب كې چې په ټاكنو كې د برياليتوب په صورت كې به د دولت له مخالفينو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه دريځ لري سنګين محمد رحماني داسې وويل :

طالبان يا په هر نوم چې د افغانستان له دولت سره مخالفت لري مونږ په هيڅ ډول دوى ته د پردي او ورانونكي په سترګه نه ګورو بلكې هغه حقونه چې لري دوى ته ندي وركړل شوي دوى ته په واكمنۍ كې ونډه نده وركړل شوې په دولتي ځواك كې د دوى د ګډون كولو زمينه نده مساعد شوې دوى په بيلابيلو نومونو يادول كيږي د بيلګې په توګه دوى ته د القاعدي نوم وركول كيږي حال داچې د وى د افغانستان دي دا خپله دوى دې ته اړ كوي چې د مخالفت سنګر خپل كړي . كله چې مونږ واك ته ورسيدو مونږ به له طالبانوسره خبرې پيل كړو هڅه به وكړو چې د مطبوعاتي پراخ كانفرانسونواو لويو غونډو د جوړولو له لارې دوى سره د خلكو په وړاندې او د هغوى د استازو په ګډون خبرې وكړو او ډير ژر به هغوى ته هغه حقونو وركړو چې له هغو څخه بې برخې پاتې شويدي . په پوليسو ، اردو او امنيتي څانګوكې به هغوى د عسكر او صاحب منصب په توګه وګمارو اوپه همدې ډول به په حكومت كې هم دهغوى وڼده تثبيته كړو .

سنګين محمد رحماني د بهرني تګ لارې په هكله وويل چې :

زمونږ بهرنى سياست به په هغه بنسټ ولاړ وي چې د تاريخ په اوږدو كې له ټولوهيوادونو سره سوله ايز سياست تعقيبول ؤ اومونږ به هم دغه سياست وچلوو . هر هيواد چې زمونږ سره مرسته كړيده هغه ته په درنه سترګه ګورو د هغوى مرستې زمونږ په تاريخ كې او زمونږ د خلكو په ذهنونو كې ځاى لري . خو مونږ له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره سياسي ستونزې لرو اونشو كولاى چې له دغو ستونزو څخه سترګې پټې كړو او غواړو چې په ډيره لنډ ه موده كې په هر ډول چې ممكنه وي دغو ستونزو ته د پاى ټكى كښيږدو . مونږ به داسې يوه لاره خپله كړو چې د ګاونډيوهيوادونو په ځانګړې توګه د پاكستان او ايران د استازو په ګډون يوه لويه غونډه جوړه كړو او په خپلو ستونزو خبرې وكړو زه يقين لرم چې د خبرو په پايله كې به دغه شته ستونزې حل شي اود باور يو فضابه رامنځ ته شي .

د ډيورند كرښه د پاكستان او افغانستان د دولتونوترمنځ يوه لانجه منه موضوع ده دا چې د دغې لانجې د حل كولو لپاره سنګين محمد رحماني څه فكر كوي داسې وايي :

دا چې د ډيورند كرښه رامنځ ته شوه او زمونږ د خاورې يوه برخه وويشل شوه له همغې نيټې څخه د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنې پيل شوې او له بهر څخه راز راز دسيسې زمونږ په وړاندې جوړيږي زمونږ هيواد وال بايد په دې پوه شي چې تر هغه مهاله چې مونږ خپله دغه خاوره بيرته تر لاسه نكړو او له افغانستان سره يي يو ځاى نكړو زمونږ ټولې هڅې په اوبه لاهو كيږي هر څومره چې مونږ د دوستۍ لاس اوږد كړو ، د دښمنۍ پښه رانژدې كيږي .

سنګين محمد رحماني د رسنيو وده د پام وړ ګڼي او وايي چې :

په اصل كې دا يوه مهمه موضوع ده ځكه خبريالان ، مطبوعات او رسنۍ د حكومت او خلكو تر منځ د نژديوالي يوه مهمه وسيله ده كه چيرې د ننه په هيواد كې وي او كه له هيواد څخه بهر د نړۍ ټول وګړي سره نژدې كوي او د ورورولئ يوه فضا رامنځ ته كوي نو كه هر څومره چې رسنۍ په ازاده توګه وكولاى شي فعاليت وكړي او دفعاليتونو ساحه پراخه شي په هم هغه اندازه د رسنيو په ودې باندې اغيزه لري . زه كه د هيواد د ولسمشر په توګه وټاكل شوم د رسنيو د فعاليت په پراخوالي او د لازياتو آزاديو د وركړې په برخه كې به ګامونه اوچت كړم .

د دې پوښتنې په ځواب كې چې د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه نظر لري ښاغلى سنګين محمد رحماني وويل چې : دا زما له نظره د بحث وړ نده چې مونږ او تاسې ووايو چې ښځه او نارينه دواړه يو د بل لازم او ملزوم دي ځكه دا دواړه مساوي حقونه لري خداى دوى ته مساوي حقونه وركړي ، د شريعيت قانون دوى يې مساوي ګڼلي ، اسلامي او غير اسلامي نړۍ كې هم ټول قوانين د ښځو او نارينه وحقوق مساوي ګڼي . زه هم ښځو او نارينه و ته په مساوي نظر ګورم او زما له نظره د دوى تر منځ هيڅ توپير نه ليدل كيږي .

دا چې په افغانستان كې بيلابيل قومونه ژوند كوي د دوى د مساوي او برابر حقونو په برخه كې څه فكر كوي سنګين محمد رحماني وايي چې : په هيواد كې داسې يو حكومت ندى راغلى چې د كار كولو وړتيا ولري له همدې امله په هيواد كې پراګندګۍ رامنځ ته شوي . د ننه په هيواد كې د قومونو تر منځ كوم اختلافات چې رامنځ ته شوي د واكمنانو د ناسمو سياستونو له امله دي . زه فكر كوم هر څوك چې په دې خاوره كې اوسيږي هغه ټول افغانان دي او د قانون په وړاندې مساوي او برابر حق لري هيڅ څوك نشي كولاى چې ځان يا خپل قوم په نورو لوړ وګڼي . زه به پخپل حكومت كې داسې پروګرامونه پلي كړم چې د هيواد ټول وګړي دا احساس كړي چې د افغانستان مساوي الحقوقه اتباع دي .

سنګين محمد رحماني د چاپيريال ساتنې ستونزې ډيرې ګڼې او وايي چې : مونږ بايد چاپيريال له اوسني حالت څخه وژغورو ځكه د چاپيريال اوسنى حالت د خلكو په ژوندانه ناوړې اغيزې كړي او د راز راز ناروغيو د رامنځ ته كيدلو لامل ګرځيدلى په لويو ښارونو كې د لوګيو او دوړو زياتوالى او د شنه فضا كموالى دا هغه ټولنيزه ستونزه ده چې په دې برخه كې هم د ژغورنې اړتيا ليدل كيږ ي . مونږ به هڅه وكړو تر څو داسې شرايط رامنځ ته كړو چې خلك وكولاى شي په هغو ځايونو كې چې ژوند كوي له هغه څخه خوند واخلي . مونږ به د چاپيريال ساتنې لپاره يوه بودجه ځانګړې كړو .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل