1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوم لیکنې بهير پيل شو

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۲۵, دوشنبه

د راتلونکي کال د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې د گډون له پاره د نوماندانوم د نوم لیکنې پروسه د دوشنبې په ورځ په رسمي توگه پیل شوه. د تیر په پرتله دا ځل د کاندیداتورۍ له پاره سخت شرطونه ایښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/19i8x
انځور: DW/H. Sirat

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۱۶مه) په رسمي ډول پیل شوه. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دغې پروسې له پیل سره سم وویل چې هغه کسان کولای شي د ولسمشرۍ چوکۍ ته ځانونه ونوموي چې دوه تابیعته و نه لري، د وسله والو ډلو غړی نه وي، په بشري سرغړونو تورون نه وي، لږ تر لږه د سل زرو کارتونو شمیرې وړاندې کړي او یو میلیون افغانۍ د ضمانت په توگه کمیسیون ته تحویلي کړې.

د کمیسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه پوري۲۷ تنو د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره د د کانديداتورۍ معلوماتي پاڼې وړي دي او نزدې څلور سوه کسان هم په قوي احتمال غواړي ولایتي شورا ګانو ته ځانونه و نوموي.

د نور په خبره چې دغه پروسه به شل ورځي دوام وکړي او تر هغه وروسته به هیڅ څوک د نوماند په توگه د خپل نوم د ثبتولو حق ونه لري: «د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره نوماندان خپل نومونه په مرکزي دفتر کې ثبتولای شي او د ولایتي شوراګانو د نوماندانو له پاره په ۳۴ ولایتونو کې زموږ ولایتي دفترونه پرانیستل شوي دي. تر اوسه پورې ۲۷ کسانو معلوماتي بستې تر لاسه کړي دي البته هغه بستې چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له پاره دي.»

د ټاکنو د قانون له مخې د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره نوماندان ځانونه یوازې په مرکز کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره ثبتولای شي او په ولایتونو کې دا کار ناشونی دی. خو د ولایتي شوراګانو نوماندان کولای شي چې د کمېسیون سمیه ییزو دفترونو ته ورشي او خپل نومونه ثبت کړي.

د کمیسیون د چارواکو په وینا د نوماندانو د ثبتولو له پاره ټول لازم مواد یې خپلو ولایتي دفترونو ته لېږدولي دي ا و په دغه برخه کې هېڅ راز ستونزه نه لري.

د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشا رئيس ضیا الحق امر خیل، بیا د رای ورکونې د نوم لیکنې له بهیر څخه د پاته شوو کسانو د نوم لیکلو له پاره د ګرځنده ټیمونو د جوړولو خبر هم ورکړ. امرخیل وايي چې د دوی دغه ډلې به ولسوالیو، کلیو او بانډو ته ځي او ښځو او هغو نارینه وو ته به کارتونه ویشي چې د بېلا بېلو دلاېلو له امله له نوم لیکنې څخه پاته دي:

«د ټاکنو کمېسیون پلان لري چې د میزان میاشتې له شپږمې نیټې څخه هغه ټیمونه چې د ولسوالیو په مرکزونو کې ول کلیو او بانډو ته ولیږي ترڅو هغو کسانو په خاصه توګه هغه خویندو ته چې کارتونه یې نه دي اخیستي کارتونه وویشي.»

د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پر داسي مهال پیلیږي چې دمګړۍ په ټول هیواد کې د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو پروسه هم روانه ده.