1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر اوباما د امنيتي چارو سلاکار استعفا وکړه

۱۳۸۹ مهر ۱۷, شنبه

د امريکې د متحده آيالتونو ولسمشر بارک اوباما له خپل يو بل مهم سلاکار سره مخه ښه کوي. د امنيتي چارو سلاکار جنرال جيمس جونز د ده له ټيم څخه جلا کيږي.

https://p.dw.com/p/Pa10
جيمس جونز پخوا د ناټو لوی قوماندان هم پاته شوی و
جيمس جونز پخوا د ناټو لوی قوماندان هم پاته شوی وانځور: AP

د جونز استعفا چې د جمعې په ورځ يې اعلان وشو، له پخوا هم اټکل شوې وه، ځکه چې جونز ويلي وو چې دی به يوازې دوه کاله په دغه دنده پاتې کيږي.

خو دغسې آوازې هم شته چې د افغانستان د جګړې په سر اختلافونو دغه پرېکړه چټکه کړې ده. د اوباما نوی امنيتي سلاکار به اوسنی مرستيال مشاور، توماس دونيلن شي.

ولسمشر اوباما د سپينې ماڼۍ د ګلابو په بڼ کې د جونز لاسته راوړنې وستايلې. اوباما له »لويو چلينجونو او ننګونو» څخه خبره کوله چې په اوږه ورکولو کې ورسره جنرال جونز د اوباما په وينا ډېره مرسته کړې ده.

اوباما د سپينې ماڼۍ د ګلابو په بڼ کې خيمس جونز ته په خطاب کې چې د هغه د نوم لنډ شکل جيم راځي، وويل:

»د امنيتي چارو د ملي مشاور په توګه خدمت کول زموږ په حکومت کې يوه تر ټولو ستونزمنه دنده ده. خو په دغه ټول وخت کې، جيم، د مارين عسکر په توګه چې دی تل و او دی، ټولنې ته يو ژمن خادم او ما ته يو ښه ملګری پاتې شوی دی.»

په دغو چيلنجونو کې د القاعدې د ترهګرې شبکې په وړاندې مبارزې او د افغانستان ستراتيژۍ ته نوې بڼه ورکول هم راتلل.

خو داسې ويل کيږي چې په سپينه ماڼۍ کې دننه د جونز او نورو وظيفه لرونکو تر منځ ترينګلتيا هم موجوده وه.

ژورناليست بوب ووډوارد په خپل نوي کتاب »آوباماس وارس» يعنې »د اوباما جګړې» کې ليکي چې جونز د ولسمشر نورو مشاورينو ته د افغانستان په اړه د بحثونو په ترڅ کې ډېرې سپکې سپورې ويلې دي.

اوباما د ووډوارد په خبره له خپلو امنيتي مشاورينو څخه د بحثونو په ترڅ کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې يوه طرحه وړاندې کي.

مخکې له دې چې جيمس جونز د امنيتي چارو د سلاکار په توګه له دندې څخه استعفا وکړي، ده په اروپا کې د ترهګرو بريدونو د خطر کچه نسبتا ټيټه بللې ده. ويې ويل چې القاعده اوس اروپا ته پام وراړولی دی، خو کوم مشخص او ځانګړي هېواد پورې دغه خبره صدق نه کوي.

جونز له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶ م کاله پورې په اروپا کې د ناټو لوی قوماندان هم پاتې شوی دی.

ليکونکی: اژانسونه، نسيم صابر

کتونکی: احمد ولي اڅکزی