1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر دفتر: د کندهار د محبس په ماتيدو کي چارواکي شکېل دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

د ولسمشر دفتر په يوې خبرپاڼي کي ويلي: «دا چي ټول زندانيان د يوه تونل په واسطه د زندان څخه تښتيدلي، ښيي چي ځيني کسانو په زندان کي له دوی سره مرسته کړې او دوی ته يي د تښته لاره اسانه کړې.»

https://p.dw.com/p/114GY
کندهار والي هم د چارواکو شکېليدل منلي ول
کندهار والي هم د چارواکو شکېليدل منلي ولانځور: DW

د افغان ولسمشر، حامد کرزي، دفتر ويلي چي ښايي د کندهار د زندان په ماتيدو کي ځينو دولتي چارواکو مرسته کړې وي.

د 488 په شاوخوا کي زندانيان د کندهار د زندان څخه د يکشنبې په شپه په تيښتي بريالي سول. دغه زندانيان د څو سوه ميتره تونل په واسطه د زندان څخه ؤتښتيدل.

د افغانستان د عدلي وزير، حبيب الله غالب، افغان ولسمشر ته ويلي چي هغه کور د کوم څخه چي تونل کيندل سوی، د افغان امنيتي ځواکونو لخوا دوې نيمي مياشتي پخوا لټول سوی ؤ.

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو ويلي دوی دغه تونل د پنځو مياشتو په مده کي کيندلی دی.

حبيب غالب همدا راز زياته کړي چي د سيمي څخه د زندانيانو وتل هم ښايي د ډيرشمېر موټرو په واسطه تر سره سوی وي. هغه ويلي چي دغه ټول بايد پوليسو ليدلي وي.

په همدې حال کي افغان سيمه ييز چارواکي وايي چي دوی توانيدلي 65 تښتيدلي قيديان ونيسي، خو کارپوهان ګواښ کوي چي د کندهار د زندان ماتيدل به د افغانستان پر امنيتي حالاتو بده اغيزه وکړي.

د افغان ولسمشروياند، وحيد عمر، دغه پيښي ته د يوې فاجعې خطاب کړی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل