1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر غني د فساد پر ضد مبارزه کې اصلي خنډونه

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۸, یکشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د خپلو کاري ورځو په اوایلو کې د فساد پر ضد د مبارزې اعلان وکړ. د افغانستان نوي ولسمشر جدیت د خلکو په منځ کې د یوه کاري او مسلکي حکومت د رامنځ ته کولو خوشبیني رامنځ ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/1DjhI
انځور: DW/H. Sirat

د کابل بانک د قضیې بیا پرانیستل، د سترې محکمې په رهبرۍ کې بدلون، د سردار داوود خان په روغتون کې د مالي فساد د دوسیې ارزول او د بندیانو دوسیو ته رسیدگي هغه کارونه دي چې اشرف غني د خپلې کاري دورې په لومړنیو اوونیو کې وکړل. د همدغو اقداماتو پر بنسټ د طلوع نیوز په یوه نظر پوښتنه کې ۸۴ سلنه افغانانو د ولسمشر غني د فعالیتونو په هکله رضایت وښود.

څیړونکي وایي چې د فساد پر ضد مبارزه کې د ولسمشر اراده کولای شي د دغې پدیدي په مهارولو کې اغیزناکه ثابته شي خو په وینا یې افغانستان له فساد سره د واقعي مبارزه په برخه کې ستونزمنه لار په مخکې لري.

په ولسي جرگه کې د بغلان ولایت وکیل محمد عظیم محسني وایي چې د پخواني حکومت لویه تشه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ارادې نشتوالی وو او اوس چې دغه اراده موجوده ده نو باید ملاتړ یې وشي. هغه پر دې ډاډمن دی هغه ژمنه چې ولسمشر په دې برخه کې کړې ده، عملي به شي.

محمد اشرف غني، د اداري فساد پر ضد په قاطعیت سره د مبارزې ژمنه کړې
محمد اشرف غني، د اداري فساد پر ضد په قاطعیت سره د مبارزې ژمنه کړېانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

لومړی خنډ: زورواکان

څیړونکي په دې آند دي چې د حمل میاشتې د ۱۶ او جوزا د ۲۴ نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې سیمه ییز زورواکانو د اشرف غني او عبدالله عبدالله، له پاره کمپاین کړی دی. څیړونکي وایي نفوذ لرونکي شخصیتونه چې د ولسمشر او اجرايئې مشر اصلي حلقه تشکیلوي همدا زورواکان دي او په وینا یې که ځیني کسان په خپله په فساد کې ښکیل هم نه وي له فساد او مفسدینو څخه ملاتړ کوي.

د ولسې جرگې بل استازی انجنیر ذکریا د ولسمشر او اجرائيي رئیس څنگ ته د دغو کسانو موجودیت د فساد پر ضد مبارزه کې اصلي خنډ بولي: «ځکه چې یو شمیر حلقات د تیرې ورځې قومي، مذهبي او سیاسي شخصیتونه دي چې د وسلې او ټوپک په لرلو سره د فاسدو شخصیتونو ملاتړ کوي. ښاغلي غني نیکه اراده کړې ده، خو خلک باید د دغه ارادې ملاتړ وکړي ځکه چې د زورواکونو په مقابل کې واقع کیږي.»

دویم خنډ: فاسدې ادارې

په تیر حکومت کې رشوت او فساد په یوه عادي امر اوښتی وو. کابو هیڅ دولتي کارکوونکی د اختلاس، رشوت اخیستلو او یا په کار کې د خنډ رامنځ ته کولو په دلیل محاکمه نه شو او نه تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شو، که څه هم د هر اړخ له لوري تورونه لگول کیدل. د ریښتني او فاسد کارکوونکي له پاره د مجازاتو او مکافاتو کوم سم سسیتم وجود نه درلود.

له فساد سره د مبارزې ادارې پخوانی مشر عزیز الله لودین وایي د هغو ۳۰۰ کسانو دوسیې چې په فساد کې یې لاس لره، د دولت تحقیقي او عدلي ارگانونو ته سپارل شوي دي، خو په وینا یې له دغو دوسیو څخه یوه یې هم نه ده ارزول شوې.

د ښاغلي لودین په وینا د وزیرانو، ښاروالانو او د جگپوړو دولتي چارواکو دوسیې یې ترتیب کړې وې تر څو د عدلي تعقیب لاندې ونیول شي، خو نه یوازې دا چې دغه کسان محاکمه نه شول، بلکې د هرې ورځې په تیریدو سره به نور هم د قدرت خاوندان کیدل او لوړو دولتي پوستونو ته به یې لار مونده. عزیزالله لودین زیاتوي: «په دغسې یوه حالت کې څنگه کولای شئ دوسیه چمتو کړئ او فاسد کس له اسنادو سره ونیسئ؟ دا په داسې حال کې ده چې همدغه کس نور هم سپین سترگی کیږي او هم په لوړو مقامونو مقرریږي.»

په افغانستان کې اداري فساد یو له اصلي ستونزو څخه شمیرل کیږي
په افغانستان کې اداري فساد یو له اصلي ستونزو څخه شمیرل کیږيانځور: DW/H.Sirat

له فساد سره د مبارزې دغه پخوانی چارواکی وایي د فساد ځینې برخې له ناکافي معاش سره تړاو لري. د ښاغلي لودین په باور تر هغه وخته چې د ټیټې رتبې لرونکي مامورین د خپل ژوندانه د ضرورتونو د پوره کولو له پاره پوره تنخواه و نه لري، له فساد سره مبارزه گرانه ده.

دریم خنډ: د یوه موثر ټیم نشتوالی

د ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشرۍ دورې له پیل څخه کابو یوه نیم میاشت وخت تیریږي، خو تر اوسه هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو منسجم ټیم له ملاتړ څخه نه دی برخمن. نوې کابینه ټاکل شوې نه ده او د پخواني حکومت وزیران د سرپرستو وزیرانو په توگه کار کوي. ښاغلي غني ویلي دي چې د نوې کابیني په معرفی کولو کې له عجلې څخه کار نه اخلي ځکه چې په وینا یې په دې هڅه کې دی چې د وزارتونو په راس کې متخصص کسان ځای ونیسي. که چیرې دولت غواړي له فساد سره مبارزه وکړي نو په لومړي سر کې باید له فساد څخه پاک کسان په کلیدي ادارو کې پر دندو وگمارل شي.

په دې هکله انجنیر ذکریا وایي: «د فاسدو عناصرو پر ځای د ښو عناصرو د ځای پر ځای کیدو بهیر مهم دی، تر څو هغو کسانو چې ښه روزنه لیدلې ده او د افغانستان ستونزې یې درک کړي دي د وزارتونو په راس کې ځای ونیسي.»