1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي خلکو مسلح کول به په خلګو کي د توپکسالارانو پخوانۍ انديښنې را ويښي کړي

۱۳۸۷ بهمن ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان داخله وزارت په پام کي لري چي په ناکراره سيمو کي اولسي خلکو ته وسلې ورکړي. که څه هم چي افغان حکومت ويلي دي چي دغه نوي وسلوال به د پوليسو په شان وي خو بيا افغانان ډير اندېښمن دي او پخوانۍ ترخې خاطرې ور پياديږي.

https://p.dw.com/p/Gshg
پخوانۍ ولسوالي ډلي چي تر اوسه يې د هيواد په ټولو حالاتو کي منفي رول لوبولی او لوبوي يې اوس کيدای سي يواربيا خپل ارمان ته ورسيږي
پخوانۍ ولسوالي ډلي چي تر اوسه يې د هيواد په ټولو حالاتو کي منفي رول لوبولی او لوبوي يې اوس کيدای سي يواربيا خپل ارمان ته ورسيږيانځور: AP

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي چي د نوو وسله والو په هکله بايد افغانان اندېښنه ونه لري.

«موږ دغه ځواک ته د عامه ساتني د قطعاتو نوم ورکړی دی. دغه مليشه نده او نه هم ددې لاري اولسي خلکو ته په غيري قانوني توګه وسله ورکول کيږي.»

خو ځيني افغانان و اولسي خلکو ته د وسلو ورکولو کار ته د شک په سترګه ګوري. کنداری ليکوال او شعاعر ښاغلی عبدل احمدمحمديار، وايي چي دغه نوي وسله وال ښايي په بعضي افغانانو کي د توپکسالارانو پخوانۍ انديښنې راويښي کړي.

«دوی هغو خلکو ته بيرته وسلې ورکوي چي د ډي ډي آر د پروسې په ترڅ کي خالي سلاح سوي وه. زما په فکر دوی به د ټيکاو راوستلو په لار کي مثبت رول ونه لري. زه حتی دا فکر کوم چي دوی به بد امني لا ډيره کړي.»

امريکايي ځواکونو په عراق کي د ځايي خلکو د مسلح کولو په هکله مثبتي تجربې تر لاسه کړي دي. خو يو شمير کارپوهان وايي چي د افغانستان او عراق په جغرافيايي او ټولنيز جوړښتونو کي ډير توپير سته او داچي کم کار چي په عراق کي بريالی سوی وي. هغه ضروري نده چي په افغانستان کي هم بريالی سي. د المان ږغ راډيو سره د مرکي په ترڅ کي د امريکا د يوټا د پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالقيوم مومندوويل.

«د افغانستان وضعه د عراق د وضعي سره زيات توپير لري. ولي چي دلته سيمه ايز حالت او حقايق بل ډول دي. بله خبره داده چي د افغانستان او عراق د مقامومت تر مينځ ډير توپيرونه سته.»

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري«د نوو وسله والو په هکله بايد افغانان اندېښنه ونه لري.موږ دغه ځواک ته د عامه ساتني د قطعاتو نوم ورکړی دی»
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري«د نوو وسله والو په هکله بايد افغانان اندېښنه ونه لري.موږ دغه ځواک ته د عامه ساتني د قطعاتو نوم ورکړی دی»انځور: AP

د پښتنو په قبايلي سيموکي لښکر نومي قوتونه اوږد تاريخ لري. د جرګې د پريکړو د پلي کولو وظيفه لښکر ته سپارل کيږي چي د سيمه ايزو خلکو يوه داسي ټولۍ وي چي په سپکو وسلو سنبال وي. دغه ته ورته ځواکونه هم د اربکي ځواکونه دي.

پدې اړه عبدالقيوم مومند وايي، د قبايلو دغه لښکري د يو څه مودې له پاره دنده لري. کله چي ددوی هغه ورکړل سوې وظيفه پای ته ورسيږي نو دغه لښکر هم بېرته لغوه سي.

د افغانستان حکومت وايي چي دغه نوي ځواکونه نه ملېشه او نه هم اربکي دي. پداسي حال کي چي افغانان د ملېشو سره منفي تجربې لري، د پاکستان په آزادو پښتني قبايلو کي د لښکرو سره په نژدې ماضي کي ناکامه تجربې تر سره سوي دي.

د ځايي وسلوالو طالبانو د مخنيوي له پاره په آزادو قبايلو کي د جرګو په ترڅ کي لښکري جوړي سوي. دغو لښکرو د باجوړ په ځينوسيمو کي د وسلوالو طالبانو پر ضد لومړنۍ برياوي تر لاسه کړې خو په جنوبي او شمالي وزيرستان، اورکزی او د سوات په يو شمير سيمو کي چي لښکري جوړي سوې هغوی د سختي ناکامۍ سره مخامخ سوې.

د قبايلي لښکرو په ناکامۍ کي د وسله والو طالبانو څخه بيري ستر رول لوبلوی. په هغو جرګو کي ځانمرګي بريدونه تر سره سوه چي د لښکر د جوړېدو پر موضوع خبري کيدې. د افغان حکومت دغه پلان چي اولسي خلکوته به وسلې ورکوي ددې څرګندويي کوي چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت لا خراب سوی دی.