1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وينزویلا کړکیچ: امریکا روسیه په بندیزونو ګواښلې

۱۳۹۸ فروردین ۱۰, شنبه

امریکا له روسیي سره د وينزویلا د کړکیچ پر سر خپله لهجه تنده کړې ده. واشنګټن ګواښ کړی دی چې له مسکو سره د مقابلې له پاره یو لړ انتخابونه شته چې یو یي اقتصادي بندیزونه دي. خو روسیي پر دغو تهدیدونو بی اعتنایي ښودلې.

https://p.dw.com/p/3FvmV
USA, Washington: Elliott Abrams
انځور: picture-alliance/AP/M. Ceneta

روسیه په وينزویلا کې د قدرت پر سر روان کشمکش کې د ولسمشر نیکولاس مادورو ملاتړ کوي. خو بل لور ته بیا په لسګونو نور هیوادونه، له خوان ګوایدو څخه چې ځان د وينزویلا ولسمشر بولي، ملاتړ کوي.

د امریکا حکومت د وينزویلا د ولسمشر نیوکولاس مادورو، او روسیي ترمنځ پوځي همکارۍ ته د انتقاد په سترګه ګوري او مسکو یي په اقتصادي بندیزونو ګواښلی دی. متحده ایالاتو تر اوسه پورې څو ځله له روسیي څخه غوښتي دي چې له وينزویلا څخه دې خپل ځواکونه وباسي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون، له مادورو څخه د روسیي ملاتړ غندلی او د روسیي ترڅنګ یي نورو هیوادونو ته هم خبردارې ورکړی دی چې وينزویلا ته دې وسلې او ځواکونه نه استوي. بولتون ویلي: «موږ به دا ډول پارونکي اقدامات نړیوالې سولې او سیمه ایز امنیت ته مستقيم ګواښ وبلو.»

اوس د وينزویلا په کړکیچ کې د امریکا ځانګړي استازي الیوت آبرامز، ویلي دي چې امریکا په وينزويلا کې د روسیي له حضور سره د مقابلې له پاره مختلف انتخابونه لري چې یو له هغو څخه اقتصادي بندیزونه دي.

د تیرې اونۍ په پای کې دوه روسۍ الوتکې چې ۹۹ سرتیرې په کې سپاره ول وينزويلا ته واستول شول. امریکا دغه اقدام لمسونکی ؤباله. خو مسکو او کاراکاس په نورو برخو کې هم نظامي همکاري لري. دغه هیواد په لاتينه امریکا کې د روسیي د جنګي سامان آلاتو یو له لویو پیرودونکو څخه دی.

واشنګټن په تیرو ورځو کې هم له مادورو څخه د مسکو پر ملاتړ او دغه هیواد ته د نظامي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو پر استونې سخت انتقادونه کړي دي. خو روسيي د دغو تورونو په ردولو سره پر واشنګټن تور لګولی دی چې په وينزویلا کې د یوې پوځي کودتا له طریقه په غیر قانوني ډول د واک د بدلولو په هڅه کې دی او د دغه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.