1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د وينې کوم ګروپ لرونکي کسان ډير په کرونا اخته شوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

آیا په کرونا ويروس د اخته کيدو خطر د وينې په ګروپونو کې توپير لري او که په ټولو ګروپونو کې يو ډول دی؟ چينايي څيړونکو موندلې ده چې هغه افراد چې د A ګروپونو وينه لري ممکن ډير له خطر سره مخامخ وي.

https://p.dw.com/p/3a4Dv
Coronavirus (2019-nCoV)
انځور: picture alliance/AA/A. Unal

د مډيکل نيوز تودې (Medical News Today) د رپوټ او د دغې څيړنې د لیکونکو په حواله، هغه افراد چې د A ګروپونو وينه لري، ممکن د هغو افرادو په پرتله چې د وينې ګروپونه يې نور دي، ډير له خطر سره مخامخ وي.

په دې برخه کې چينې څيړونکو د کرونا ناروغۍ پر څه باندې ۲۱۷۳ بستر شوو ناروغانو باندې څيړنې کړي. دوی موندلې ده چې په بستر شوو ناروغانو کې د هغو کسانو شمير چې د A ګروپونو وينې لري، د عمومي نفوس په پرتله يې تناسب د پام وړ لوړ دی.

څیړونکو دا هم موندلې، چې د کرونا ويروس په بستري ناروغانو کې د هغو کسانو شمير د پام وړ ښکته دی چې د O وينې ګروپ لري.

خو دغې تحقيقاتي ډلې په دې برخه کې يوازې پر هغو ناروغانو څيړنه کړې چې د ناروغۍ علايم يې شديد ول او بستر کيدو ته يې اړتیا درولوده. په دغه څيړنه کې د هغو کسانو اطلاعات چې د ناروغۍ خفيف علايم يې درلودل او يوازې په کور کې يې د مراقبت اړتیا درلوده، شامل نه دي.

دغې څيړونکې ډلې په عين وخت کې ويلي دي چې د A وينې ګروپونو درولودونکي کسان دې انديښنه نه کوي، ځکه په وينا يې د دغې څيړنې نتايج لا ابتدايي دي. خو که چيرته په نورو څيړونو کې هم دغه نتيجه ثابته شي، په هغه صورت کې به دغه کار له ډاکټرانو سره مرسته وکړي چې هغوی د ويروس په مقابل کې ډير له خطر سره مخ کيدونکي کسان د وينې د ګروپونو له مخې يې ژر تفکيک او وپيژني.