1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وینزویلا په یوه زندان کې ۶۸ تنه وژل سوي

۱۳۹۷ فروردین ۹, پنجشنبه

بندیانو احتمالا غوښتل چې په زندان کې د غیر انساني شرایطو پر ضد پاڅون وکړي. خو د هغوی دغه شورش په خونړۍ پیښې پای ته ورسید. اوس د دغه پاڅون اصلي باید معلوم شي.

https://p.dw.com/p/2vAUZ
Venezuela Valencia Unruhen in Gefängnis
انځور: Reuters/C. G. Rawlins

د ورکړل سوو رپوټونو له مخې وضعیت لا نا څرگند بریښي خو د کارا بوبو د ایالت په مرکز والینسیا کې چارواکي اټکل کوي چې د بندیانو په دغه پاڅون کې ۶۸ تنه وژل سوي دي. لوی څارنوال تاریک ویلیم ساب، د تویتر په خپل پیغام کې لیکلي دي دا چې د پولیسو په یوه نظارتخانه کی واقعا څه ډول حالت رامنځته سوی، باید څارنوالان يې په هکله پلټني وکړي.د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه پاڅون هغه وخت رامنځته سو کله چې زندانیانو خپل یو پیره دار برمته ونیو او وروسته یې توشکو ته اور ورته کړ. د « آزادۍ ته یوه کړکۍ» په نامه د بندیانو د پالنی چارو سازمان  په حواله، ځینو بندیانوغوښتل له زندانه وتښتي نو له همدې کبله یې له یوه پیره دار څخه وسله واخیسته. د توشکو له اور اخیستو څخه بیا ځیني بندیان وسوځیدل او یا هم خفه سول.

د قربانیانو په منځ کی ملاقات کوونکي هم شامل دي

د کارا بوبو والي رافایل لاڅاوا، لومړی د قربانیانو د شمیر په اړه هیڅ هم نه وو ویلي. هغه یوازې د تویتر له لارې د نوموړې پیښې په هکله خپل ژور خفگان وښود. نوموړي همدارنگه لیکلي وو چې «د دغې پیښې په هکله پراخي پلټنی پیل سوي دي، څو مسوولین یې معلوم سي. موږ د هغوی د خپلوانو په درد کی ځان شریک بولو.»

Venezuela Valencia Unruhen in Gefängnis
د زندامیانو د کورنۍ غواړی د پولیسو ماموریت ته ننوزيانځور: Reuters/C. G. Rawlins

د بندیانو سره د مرستې د چارو نوموړي سازمان په حواله د زندان په ودانۍ کې دوې هغه ښځي هم مړي سوي چې غوښتل یې له کوم چا سره وویني. ویل کیږي چې تر پیښې وروسته د قربانیانو ځینو خپلوانو هڅه کوله چې د پولیسو ماموریت ته ورننوځي او په دې تر څ کی یې د زندان یو چارواکی هم په ډبرو زخمي کړی دی.

په وینزویلا کې زندانونه تل ډک وي او تل پکښي د تاوتریخوالي ډک پاڅونونه رامنځته کیږي. په زندان کې د ځایونو د کمښت له امله ځینی وخت زندانیان د پولیسو په ماموریتونو کې ساتل کیږي. خو په اصل کې د قانون له مخې هغوی هلته له ۴۸ ساعتونو زیات وخت د پاته کیدو اجازه نه لري، خو زیاتره وخت دغه قانون نه مراعات کیږي.