1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویني نریوالی د کرونا ناروغانو د ژوندي پاته کیدو چانس لوړوي

۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبه

اکثره هغه کسان چي په کرونا اخته او روغتونو ته انتقالیږي، د ویني رګونه یې بند یا ترمبوزه لري. د یوې امریکايي څیړني پراساس د ویني نری والی تر ټولو دمخه د هغو مریضانو د مرګ خطر راکموي، چي مصنوعي تنفس اخیستلو ته مجبوره وي.

https://p.dw.com/p/3hoBG
Blutzellen
انځور: Colourbox

د کرونا نوی ویروس نه یوازي پر سږو باندي حمله کوي، بلکي د ویني په لخته کیدلو کي هم تغیرات راولي. دغه ویروس کیدلای سي خصوصاً په کرونا اخته سختو مریضانو وینه ګاټه کړي. دا د هغوی د مرګ خطر ډیر لوړوي.

دا ځکه چي په کرونا اخته مریضانو وینه نسبت نورو عاجلو مریضانو ته ژر ګاټه کیږي. شک کیږي چي د هغه علت به داوي، چي کرونا ویروس نه یوازي پر سږو باندي حمله کوي، بلکي پر لویو شریانو باندي هم حمله کوي، کوم چي زړه ته وینه رسوي.

د ویني لخته کیدل هغه وخت رامنځته کیږي، کله چي یو سړی ډیر چاغ وي، د ویني فشار او یا د شکری مریضي ولري. د ویني د لخته کیدو یا ترومبوزه سره د مغزي سکتې خطر د ډيریدو، پښتورګي کار پریښیدو او پوست رنګ د تغیریدو امکانات لوړیږي.

خو بې له کرونا ویروس مریضانو څخه د ویني د لخته کیدلو سره نور مریضان هم په عاجل سرویس کي لاس او ګریوان وي. په مریضانو کي د ویني د لخته کیدو بله علامه د هغوی په بدن کي د اکسیجن کمیدل دي. او په هره اندازه چي یو مریض ډیر وخت مصنوعي تنفس واخلي، په هغه اندازه یې وینه نوره هم ګاټه کیږي.

خو د دې له پاره چي د مریضانو وینه ګاټه نه سي، هغوی ته د ویني د نری کیدو دواوي ورکول کيږي.

نوې امریکايي څیړنه څه وايي؟

د کرونا پر هغو مریضانو باندي، چي مصنوعي تنفس اخلي، د ویني د نری کیدو دواوي مثبت تأثیر کوي او د مرګ خطر یې په ښکاره ډول سره راکمیږي. ددې څخه امریکايي ډاکټرانو په نیویارک کي تر یوې څیړني وروسته په یوه ساینسي مجله کي رپوټ ورکړی دی، په کومه کي چي تقریبأ ۴۴۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

د دغه رپوټ پر اساس د ویني د نری کیدو دواوو تر تطبیقیدو وروسته د کرونا مریضانو د مرګ خطر نیمايي ته راکم سوی دی. او که مخکي له مخکي د ویني د نری کیدو دواوي تطبیق سي، دا حتی د مصنوعي تنفس اخیستلو ضرورت هم ۳۰ فیصده له منځه وړي.