1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو لپاره آنلاین - پوهنتون

ویکتوریا کلیبر/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ مرداد ۳, شنبه

په یو پوهنتون کې د شمولیت لپاره د یو مهاجر په وړاندې ډير خنډونه پراته دي. مارکوس کریسلر او د هغه ټیم اوس یو پوهنتون تأسیس کړی دی چې په هغه کې د آنلاین له لارې مهاجرین په وړیا توگه خپل تحصیلات پای ته رسولی شي

https://p.dw.com/p/1G4Zx
نیدال عباس
نیدال عباسانځور: privat

نیدال عباس له سورېې څخه آلمان ته مهاجر شوی دی. هغه غواړي چې په یو پوهنتون کې داخله واخلي. خو د دی لپاره چې هغه په آلمان کې خپل دې هدف ته ورسیږي، ښايي ډير کلونه تیر شي.

د نیدال ابوعباس د ژوند ستر ارمان دا ؤ چې یو وخت په یو پوهنتون کې د خپلې خوښی په زدکړو پیل وکړي. په خپل پلارني وطن سوریه کې هغه د حمص په ښار کی له دولسم ټولگي څخه فارغ شوو او غوښتل یی چې د ساختماني انجنیري په رشته کې تحصیل وکړي. خو حالات بل ډول شول او د حمص ښار د جگړی په ډگر بدل شوو. نیدال د آلمان په لور د هجرت لاره ونیوله. په دغه وخت کې هغه ۱۹ کلن ؤ. هغه آلمان ته د رسیدو لپاره درې میاشتی سختی شپی او ورځې تیرې کړې. له یو هیواد څخه بل ته، بلاخره د مدیترانیی د سمندرگي له لارې له نورو کډوالو سره په گډه په یوې کوچنې بیړې کې ځان اروپا ته ورساوه.

هغه اوس د برلین د «شتگلیز» د کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي او د انتظار شبې او ورحې تیروی چې که چیری د هغه د پناه غوښتنه یی ومنله شي او بیا د تحصیل اجازه ورکړای شي.

څوک چې آلمان ته مهاجر شي، په لومړی سر کې د آلمان د فدرالی اړونده اداره باید د هغه د پناه پرغوښتنه غور وکړي. که چیری دغه مهاجر قبول شي، بیا نو خپل تحصیلی اسناد باید اړوندو اداره وړاندی کړي ترڅو هغه دلته په رسمیت وپیژندل شي، په خاصه توگه د دوالس ټولگي شهادتنامه. دا کار ښايی میاشتی او حتی کلونه وخت ونیسي. نیدال وایي:«دا یواحې د وخت ضایع کول دي.» هغه له شپږو میاشتو را په دی خوا دغه انتظار باسی، نور کډوال حتی کلونه په همدی انتظار ناست دي.

دا چې د لوړ تحصیلاتو لپاره سړی کولای شی، دغه پروسه لنډه کړي، مارکوس کریسلر پری پوره باور لري. هغه له خپلو ملگرو سره د «وینگز یونیورستي» په نامه یو آنلایني پوهنتون د کډوالو لپاره تأسیس کړ. مارکوس کریسلر وايي: « مونږڅوک له خنډونو سره نه مخامخ کوو.» هغه زیاتوي: «هرمهاجر او هر کډوال کولای شي چې په «وینگز یونیورستي» کې ځان شامل کړي، حتی که چیری شهادتنامه هم ونه لري.»

په سپتمبر کې پیل

د ځوانانو انترنت iPad Tablet سیمبولیک انځور
د ځوانانو انترنت iPad Tablet سیمبولیک انځورانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د «وینگز یونیورستي» په نامه پوهنتون په اوسنی وخت کې په څلور رشتو کې محصلینو ته د زدکړو امکانات برابروي. لکچرونه البته ټول د آنلاین له لاری صورت مومي. د مني په سر کې لومړي آنلاین لکچرونه پیل کیږي، د ۲۰۱۵ کال په سر کې به د زدکړو بشپړ پروگرام په لاره واچول شي. د «وینگز یونیورستي» ټیم د زده کړو د بهیر پلانونه د برلین د آزاد پوهنتون او د هنرونو د اکادمی له استادو سره همغږي کوي. لومړي لکچرونه لا مخکې چمتو شوي دي، دغه لکچرونه د نړی د ډير لوړ سویه پوهنتونو لکه «هاروارد او ستندفورد»د استادانو له خوا چمتو شوي دي. د دغو پوهنتونونو استادانو خپل لکچرونه د «وینگز یونیورستي» ته په وړیا توگه ورکړي دي.

د «وینگز یونیورستي» کې په اوسنی وخت کې سړی کولای شی چې د انجنیري علومو، انفارمتیک، اقتصاد علومو او مهندسی په رشتو کې درس ووايي او په اړندو رشتو کې «بچلر» او یا هم «ماستري» واخلي. مارکوس کریسلر وايي:«مونږ د سپتمبر په میاشت کې له ۴۰۰ محصلینو سره په کار پیل کوو او په راتلونکی کال کې به ۳۰۰۰ محصلین جذب کړو.» خو سره له دې هم ځیني ستونزی باید حل کړای شي. په اوسنی وخت کې مارکوس کریسلر له پارتنر - پوهنتونو سره په خبرو بوخت دی. هغه وايي: « په دغو پوهنتوننو کې باید آزموینی واخیستلی شي. زمونږ لپاره مهمه دا ده چې په اوږده موده کې یو واحد تحصیلی سیستم ولرو.»

امتحانونه باید د پارتنر پوهنتونو له خوا واخیستل شي
امتحانونه باید د پارتنر پوهنتونو له خوا واخیستل شيانځور: FARS

خو بیاهم پیسو ته اړتیا شته

د دی ټول تحصیلي پروگرام د تمویل پوښتنه هم مطرح کیږي. مارکوس کریسلر وايی: «په اوږده موده کې د هر په رسمیت پیژندل شوي تحصیلی ځاي لپاره مونږ پیسی تر لاسه کوو. خو د «وینگز یونیورستي» لا تر اوسه په رسمیت نه ده پیژندل شوې. د مالی بسپڼو د کمپاین له لاری دوی اوس هڅه کوي چې لږ تر لږه دومره پیسی راټولې کړي چې مجبوره نه شی اداری او دفتري چاري د دواطلب او رضا کار همکارانو په واسطه تر سره کړي. د دغو بسپڼو یوه برخه دوی لا مخکې راتوله کړی ده.

سوریايی مهاجر، نیدال عباس نور زیاتي انتظار نه شی ایستلی چې چارواکي ورته د زدکړو اجازه ورکوي او یا یی نه ورکوي. د هغه لپاره لوړې زدکړی ژوند بښوونکي اهمیت لري. هغه باید د خپل تحصیل له لاری خپل ژوند تأمین کړي. عباس وايی: « زما کورنې خپل ټول سمپا پیسې ماته راکړې چې آلمان ته ځان ورسوم. زه دوه کوچنې خویندی او ورونه لرم. زه غواړم چې هغو سره مرسته وکړم.»