1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویکيلیکس افشا کوونکو ته د سپینې ماڼۍ خبرداری

۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبه

د ویکيلیکس انټرنیټ پاڼې له خوا د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) د پټو اسنادو تر خپروولو یوه ورځ وروسته د متحدو ایالاتو حکومت د لوړو مجازاتو اعلان کړی دی. اغیزمنو شوو تخنیکي شرکتونو هم ناراحتي ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/2YsLD
Symbolbild CIA
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Goldman

ویکيلیکس د سه شنبې په ورځ ۸۰۰۰ محرم اسناد خپاره کړل. دا تر اوسه د سي آی اې په هکله د ویکيلیکس له لوري خپاره شوي تر ټولو ډیر معلومات دي. په داسې حال کې چې کارپوهان دغه معلومات مهم او د باور وړ ارزوي، خو د امريکا حکومت تر اوسه د دغو اسنادو اعتبار لا نه دی تائید کړی.

خو خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ مطبوعاتي ویاند سان سپایسر نوې څرگندوني دې ته نزدې دي، چې ښایي سپینه ماڼۍ د خپرو شوو اسنادو اعتبار قانع کړې وي.

سان سپایسر ویلي دي، چې د متحدو ایالاتو ولسمشر په استخباراتي ادارې سي آی اې کې د امنیتي خلاوو په هکله «ډیر اندیښمن» دی، کوم چې د ویکيلیکس له لوري د اسنادو د بربنډولو سبب شوي. په عین وخت کې سپایسر اعلان وکړ چې حکومت به افشا کوونکي تعقیب کړی. د هغه په خبره هر هغه څوک چې محرم اسناد خپروي، باید پر لوړو مجازاتو حساب وکړي.

که څه هم پخپله سي آی اې د دغو اسنادو کره والی نه دی تائید کړی، خو د دغو اسنادو خپرول یې د متحدو ایالاتو د ولس پر وړاندې د گواښ په توگه غندلی دی. د سي آی اې ویاندي هیتر هورنیاک، ویلي دي چې ویکيلیکس په دې سره مخالفینو ته معلومات برابروي او په دې سره د تروریزم پر وړاندي مبارزه په خطر کې اچوي.

د سترو تخنیکي شرکتونو اغیزمنیدل

د ویکيلیکس له لوري خپاره شوي اسناد په متحدو ایالاتو کې د سترو تخنیکي شرکتونو د ناکرارۍ سبب گرځیدلي دي، خو د یوه بل دلیل له کبله ویکيلیکس هغه امنیتي خلاوې افشا کړي دي، چې د امريکا حکومت د هیکرانو له لوري د کارونکو د جاسوسۍ له پاره ترې استفاده کیده. پر نورو سربیره د اپل آی فون، د گوگل اندریود سیستم، د مایکرو سافټ ویر او همداشان د سامسونگ تلویزونونه اغیزمن شوي دي.

اپل ویلي دي چې په دې هکله د دوی د شرکت لومړي تحلیلونه ښيي، چې ډيري هغه امنیتي خلاوي چې ویکيلیکس یې په هکله رپوټ ورکړی د iOS په نوي عامل سیستم کې له منځه وړل شوي دي. دې ته ورته څرگندوني سامسونگ هم کړي دي. مایکرو سافټ بیا ولي دي چې شرکت یې د ویکيلیکس بربنډوني له نزدې څاري.

د ویکيلیکس انټرنیټ پاڼې اسناد ښيي چې سي آی اې د سایبري جاسوسۍ له پاره د تخریبونکو سافټ ویرونو او یا ویروسونو څخه کار اخیستی دی. د دغو معلوماتو له مخې استخباراتي اداره د سمارټ یا ځیرکه تلیفونونو مشهورو پروگرامونو لکه وټس اپ، سگنال، تلیگرام او یا وایبو پټ رمز یا کوډ پر وړاندي د عمل کولو وړتیا لري.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: