1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوانګليسي جنرال په نظر د افغانستان جګړه بايلل شوی ده

۱۳۸۷ مهر ۱۵, دوشنبه

په افغانستان کې حالت ورځ په ورځ په خرابيدو دی. د انګلستان د هوايي قواوو يو جنرال ويلی، چې د افغانستان جګړه موږ همد اوس بايللی ده.

https://p.dw.com/p/FUrR
د حامد کرزي سره د ناتو درې جنرالان
د حامد کرزي سره د ناتو درې جنرالانانځور: picture-alliance/ dpa

ناتو په افغانستان کې د امنيت په راوستلو کې ورځ په ورځ زياتيدونکي ستونځې لری. دلته اقتصادي وضع نه ښه کېږی. ګوزارونه او حملې لا نور هم زياتيږي. يوازي سږ کال تر اوسه څه ناڅه درې زره کسان په جګړه کې وژل شوي دي.

جنرال مارک کارليتون سميټ Mark Carleton-Smith د سندي ټايمز "Sunday Times" (05.10.2008)سره په يوه مرکه کې ويلی: « دغه جګړه موږ نه شو ګټلای». د ده په نظر دا يو خيال دی، او بين المللي قوتونه نه شی کولای، چې افغانستان له سخت لارو طالبانو څخه پاک کړی.

موږ بايد خلکو ته دا خبره وکړو، چې هلته موږ نظامي برۍ نه شو ترلاسه کولاۍ.

انګلستان په افغانستان کې اوه زره اته سوه عسکر لری، چې دِغه جنرال يې تر ټولو لوړ رتبه افسر دی. ده وړانذيز کړی، پکار ده، چې د طالبانو سره خبرې اترې او له دوی سره د يو سياسي جوړ راتګ په هکله خبرې وشی.

يوې فرانسوی اوونېزې ليکلی دی، چې په اسلام آباد کې د انګلستان سفير ويلی دی، چې راتلونکو پنځو نه تر لسو کلونو پورې د افغانستان د حل يوازينۍ لاره د يو «منلو وړ دکتاتور» راوستل دی.

اخبار د سفير په حواله ليکی:

د کابل رشوت خور رژيم هر اعتبار له لاسه ورکړی دی. « د عسکرو زياتوالۍ برعکس نتيجه ورکوی. موږ له نور هم د ښکيلاکګر ًوت په ټوګه ښکاره کوي او هم د مخالفو طالبانود حملو لپاره هدفونه زياتوی. له همدی کبله په افغانستان کې د امريکا ستراتيزی خامخا ناکامه کېږی.

خو د انګلستان رسمي موقف د افغانستان په اړوند فرق لری. ګولدن براون، د انګلستان صدراعظم يوه مياشت مخکی د ترهګرۍ په ضد جګړه باندی ټينګار وکړ او وويل، چې د افغانستان اردو بايد لانور تقويه شی. د انګلستان پوځ وزير اعلان وکړ، چې په افغانستان کې انګليسي عسکر تر اتو زرو هم زيات کړي.