1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو بحران د له منځه وړلو نوې هڅه

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه

د یورو د کړکېچ د له منځه وړلو له پاره اروپايي اتحاديه پرله پسې غونډي کوي، خو دغه کړکېچ اوس هم دوام لري. خو اوس بيا هسپانيې او قبرس د یورو د ژغور لو له صندوق څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15NRG
انځور: AP

د اروپایي اتحادیې مشران د پنجشنبې په ورځ د دوو ورځو له پاره سره راټول سوي دي، چي د یورو د بحران د ختمولو له پاره سلا مشورې وکړي. دا په داسي حال کي ده چي د یورو بحران لا اوس هم دوام لري او مالي بازارونه په نا آرامۍ سره د دې کړکېچ پر وړاندي غبرگون ښيي.

که څه هم اوس یونان د مرسته کوونکو هیوادونو د غوښتنو منلو ته تیار دئ، خو بیا هم د دې هیواد نوی صدراعظم د ښو شرایطو غوښتونکی دئ.

په دې ترتیب سره نو داسي ښکاري چي یونان له خپلو پخوانیو وعدو څخه یو څه شا ته پاته وي. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، وويل، چي د يورو کړکېچ د ټولو هيوادونو اعتماد ته اړتيا لري:

«دا په دې معنې ده چي هغه هیوادونه چي د مرستو غوښتنه ئې کړې ده باید خپلې ژمني عملي کړي. په دې برخه کي کوم تخفیف نه شي رامنځ ته کیدای. دغه اوونۍ به سخته وي خو زه باور لرم، چي موږ به د یورو د بحران په له منځه وړلو وتوانیږو.»

که د المان د غوښتني له مخي عمل وشي هر څه به ډیر اسانه وي. په دې معنی چي د المان د غوښتني له مخې باید هر هیواد خپله کورنۍ بودجه تنظیم کړي او د رقابت کولو توان ولري.

المان په دې اړه د اروپا په اتحادیه کي یو شمیر متحدین هم لري. د یورو په حوزه کي د هالند، پولند او اتریش په شان هیوادونه او د یورو له حوزې څخه دباندي د سویډن په څیر هیواد د المان د دې دريځ ملاتړ کوي.

خو د المان د دې وړاندیز د مخالفینو په ډله کي اوس ان فرانسه هم شامله شوې ده. دا هیواد تر دې مخکي د المان تر ټولو نزدې ملگری وو. د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند، د کار د بازار او تقاعدونو په برخه کي د المان د نظر پر خلاف نظر لري.

د ایټالیا او فرانسې د ولسمشرانو په حواله د المان تر حد وتلي سپما پر سیاست باندي ټینگار کوي او په دې ترتیب سره د پرمختیا پروگرام ته لږ توجه کیږي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل