1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو د ژغورني د وجهي صندوق په لانجه کي ميرکل بريالۍ سوه

۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه

د آلمان فدرالي شورا، بوندستګ، د يورو د ژغورني د وجهي صندوق، د لمن د پراخولو لپاره په غوڅ اکثريت سره موافقه رايه ورکړه. د آلمان صدراعظمي انګلا ميرکل د خپل ايتلافي حکومت اکثريت ترلاسه کړ، هغه څه چي مخکي يې اټکل نه کېدی.

https://p.dw.com/p/12jHE
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکلانځور: picture alliance/dpa

523 پارلمان استازو د نوموړي صندوق، چي هدف يې د يونان په شمول د يورو د حوزې د مالي لحاظه ځپل سوو هيوادونو سره مرسته ده، په پلوي رايي ورکړې. د هغي شورا 85 استازو له داسي يو مالي صندوق سره مخالفت وکړ. درې نورو استازو مستنکفي رايي ورکړې.

 

دا د آلمان د صدارعظمي، انګلا ميرکل لپاره يوه مهم پريکړه وه، ځکه د هغې د مسيحي ديموکرات ګوند ځينو استازو د يورو د ژغورني صندوق، چي آلمان پکښي تر نورو زياته مالي ونډه بايد واخلي، مخالفت درلود.

 

تر دې تصويب مخکي داسي ويل کيده، چي ښايي ميرکل ونه توانيږي، په حکومت کي د ايتلافي ګوندونو د اکثريت استازو ملاتړ ترلاسه کړي. خو د ايتلافي ګوندو د ځينو استازو د نيوکو سره سره، د صدراعظمي ميرکل د اتيلاف حکومت 315 استازو د يورو د ژغورني د وجهي صندوق د لمن د پراخيدو په پلوي رايي ورکړي.

 

په حقيقت کي په دې سره څلور رايي تر هغه هم زياتي دي، چي ميرکل د خپل دي پلان د تصويب لپاره اړتيا ورته درلوده. معني دا چي، حکومت د مخالف ګوندونو، سوسيال ديموکرات او د شنو يا ګورينن د ګوند د استازو رايو ته اړتيا پيدا نه کړه.

 

د آلمان فدرالي شورا په دې پريکړي سره د يورو د ژغورني په وجهي صندوق کي د آلمان  مالي ونډه د 123 ملياردو يورو څخه 211 مليارده يورو ته لوړه سوه. په ټوليزه توګه په دغه صندوق کي 780 مليارد يورو اچول کيږي او له دغو پيسو څخه د يورو د حوزې له هغو هيوادونو سره مرسته کيږي چي له مالي لحاظه له کړکيچ سره مخامخ کيږي.

 

که څه هم د مخالف ګوند سوسيال ديموکرات استازو د حکومت له دغه پلان څخه ملاتړ وکړ او هغه يي تصويب کړ، خو د هغه پارلماني استازي، پيرشتاين برويک، چي پخوا د آلمان د ماليي وزير ؤ او ښايي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي د صدراعظمۍ لپاره ځان کانديد کړي، په خپلي وينا کي پر صدراعظمي ميرکل باندي تور ولګاوه، چي په دې ستراتيژۍ سره، چي هر ځل د يورو د ژغورني لپاره يو نوی پلان وړاندي کوي، په حقيقت کي غواړي چي د خپلي واکمني دوره اوږده کړي او د هغه د خپلي وينا له مخي « نور نو څوک منلای او زغملای» نه سي.

 

نوموي پر انګلا ميرکل باندي نيوکه وکړه، چي د يورو د ستونزو او دا چي له مالي لحاظه ځپل سوي هيوادونه څومره پيسو ته اړتيا لري، تراوسه پوري خپلو خلکو ته رښتيا نه دي ويلي:

 

« مېرمن ميرکل! که چيري يو هيواد دغه دولتي ضمانتي پورونه بيرته ور نه شي کړای،  تاسي خپلو خلکو ته ويلای سی، چي څوک د پورنو د بيرته ورړکړي ضمانت کوي. آيا اوس هغه وخت نه دی رارسيدلی چي تاسي خپلو خلکو ته حقيقت وواياست؟»

 

د شنو ګوند هم د دې پريکړي په پلوۍ رايه ورکړه، خو د نوموړي ګوند پارلماني مشر، يورګن ترتيين حکومت تر نيوکو لاندي ونيو، چي ددغه صندوق د تصويب لپاره يي ډيرځنډ وکړ:

 

« دغسي ځند او تردد د آلمان د ماليه ورکوونکو لپاره ډير ګران تمام سو، او همدا وجه ده چي مالي کړکيچ هم لا تراوسه پوري دوام پيدا کړ.»

 

کين اړخي ګوند د يورو د ژغورني د وجهي صندوق په مخالفت رايي ورکړې او د هغه  پارلماني مشر، ګرګيو ګيزي وويل:

 

« دا د يونان او يا د يونان د خلکو د ژغورني لپاره نه، بلکي د بانکونو د ژغونري لپاره يو صندوق دی، ځکه نو موږ مخالفه رايه ورکوو.»

 

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل