1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو پول واحد په ټيکاو کي د المان رول تر تنقيد لاندي دی

۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبه

تر اوسه پوری آلمان ۱۹۰ میلیارده یورو د اروپا پوروړو هیوادونو ته ورکړي دي. نو له دې کبله اوس د جرمنی د مالیې وزیر د بانکونو او شخصی بېمو څخه دا انتظار لري چی په د دوهم واري د مرستو یوه برخه پر غاړه واخلي .

https://p.dw.com/p/11wYj
انځور: Fotolia

د یورو د ژغورونکي پروګرام په برخه کی د جرمنی د حکومت پر اضطراری مالی کمېټه باندی د هرې خوا څخه انتقادونه کیږي. او کله چی مېرکل په افریقا کی خپل په درې ورځنی سفر اخته وه ، نو د یورو د زون د هیوادونو وضعه نوره هم کړکېچنه سول. د طلا بیه خپل اوج ته ورسېده. تر یونان ، پرتګال او آیرلند وروسته اوس د اروپا تر ټولو لوی نفوس لرونکی هیواد ایتالیا هم د ډیوالیتوب د خطر سره مخامخ دی.

دا د تعجب ځای نه دی چی اوس ټولو د اروپا لوی بانک ته ستر ګي نیولی دي.

د جرمنی پر حکومت باندی انتقادونه څو هفتې مخکی لا د سوسیال دیموکراتانو د فراکسیون مشر فرانک والتر شتاین مایر له خوا سوي وه. هغه ويلي ول:

« موږ په اروپا کی د یوه سیاسي بحران سره مخامخ یو ، د داسی یوه بحران سره چی ښایی د اروپایی ټولنی د جوړولو راهیسي نه وي رامنځته سوی. او ددې بحران په مقابل کی بې له وولفګنګ شویبله څخه ، د حکومت نور غړي ډېر کم څه سرته رسوي. دا زموږ وضعه ده.»

د جولای پر ۱۵ مه یونان ته د مرستی د دوهم پاکټ د وروکولو په اړه پرېکړه وسوه. یونان ته اوله مرسته د ۲۰۱۰ کال د می په میاشت کی ورکړل سوه چی ۱۱۰ میلیارده یورو پکښي شاملی وې.

د یونان صدراعظم جیورجوز پپندریود آلمان صدراعظمی انګېلامېرکل ته اخطار ورکړ چی د عجلې څخه کار وا نه خلي. که د یونان سره د دوهم وار مرستو د ورکولو د پاره موافقه و نه سي نو کېدای سي مالي بازارونه ډېر ژر د کنترول څخه ووزي.

خو د آلمان حکومت بیا هم آلمانی مالیه ورکوونکو ته سترګي نیولي دي. تر اوسه پوری آلمان ۱۹۰ میلیارده یورو د اروپا پوروړو هیوادونو ته ورکړي دي. نو له دې کبله اوس د جرمنی د مالیې وزیر د بانکونو او شخصی بېمو او پانګه اچوونکوڅخه دا انتظار لري چی په خپله خوښه دي د دوهم واري د مرستو یوه برخه پر غاړه واخلي . دا هغه خبره ده چی وولفګنګ شویبله څوڅو واره پر هغې باندی ټینګار کړی دی او هغه یې د خپل اقتصادی سیاست یوه برخه ګرځولې ده. لکه نوموړي چي ويلي:

«که څه هم د یونان د خوا د پورونو په بېرته ورکولو کی شک هم موجود وي ،او موږ غواړو چی د یوه بل پروګرام په وسیله د وخت د تېرېدو څخه مخنیوی وکړو، خو بیا به هم د شخصی پانګه والود ونډې اخیستو څخه مخنیوی ونه سي.»

انتقاد کوونکی بیا د یورو د بحران د ژرترژره حل دپاره نوری موانع هم ویني . د دویچه بانک په نامه آلمانی بانک رییس ینس وایدمن چی څو وخته مخکی لا د مېرکل مشاور ؤ هم دغه کار ستونزمن بولي.

د آلمان د مالیې وزیر په دې وسیله ددی څخه امتناع کوی چی جرمنی دي د یورو زون د ژغورنی صندوق ته ډېری پیسې ورکړي. خو بیا مالی بازارونه د جرمنی ددغه ډول مالی سیاست څخه ناراضه دی.

دا ځکه چی انګېلا مېرکل او د هغې د مالیې وزیر د مختلفو طرحو له کبله خپل اعتبار د لاسه ورکړی دی.

په دې ډول نو د جرمنی په نظر باید د یورو د ژغورنی پروګرام په اول سرکی په مؤقتی ډول جوړ سي خو وروسته جرمنی ددغی غوښتنی څخه تېرسو . اوس دغه پروګرام د اوږدې مودې دپاره په نظر کی نیول سوی دی.

بیا جرمنی داسی پیشنهاد وکړ چی ځینی هیوادونه دي بېرته د یورو د زون څخه ووزي، خو دا کار هیڅکله عملي نه سو.
بیا وروسته د جرمنی د خوا د ډیوالی او پوروړو هیوادو د محاکمې کولو او پوښتنی کولو وړاندیز وسو خو هغه هم د اروپا په سطحه تر اوسه پوری نه دی عملی سوی.

د هامبورګ د جهانی اقتصاد انستیتوت هم د جرمنی د حکومت پر لړزېدونکی او تغییر خوړونکی مالی سیاست باندی انتقاد کوی او وایی چی برلین په دې اړه ډېر لږ واضح زیګنالونه ورکوي او د شخصی پانګه اچونی په موضوع کی سازشونو ته لږ تیاری لري.

پېټر شټوټڅله/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: احمدولي اڅکزی