1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوناما مشر په قطر کي له طالبانو سره ملاقات لرلي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعه

د طالبانو وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) مشر تدامچي ياماموتو، په قطر کي له ملا برادر او طالبانو له نورو استازو سره ملاقات کړی دی.

https://p.dw.com/p/3HU55
Tadamichi Yamamoto
انځور: picture alliance/AP Images/R.Gul

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رويترز خبري آژانس ته په لېږلي ايميل کي ليکلي دي چي دغه خبري اتري «د سولي روان بهير، او د اسلامي امارت تر کنترول لاندي سيمو کي د ملکي تلفاتو او بشري مرستو» په اړه خبرو باندي متمرکزي وې.

يوناما يادونه کړې ده چي په افغانستان کي د جنگ ختمولو له پاره د هڅو یوه برخه يې په مکرره توگه د منازعې له ټولو اړخونو سره ملاقات دی او په دوحه کي د طالبانو له استازو سره هم گوري.

د يوناما يوه وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي دوی په بېلابېلو وختونو کي د دغه شان غونډو په اړه خبر ورکړی دی، خو د خپل ماموريت پر اساس په دې اړه ډېر څه نه وايي.

دغه ملاقات په داسي وخت کي سوی چې د امريکا متحدو ايالاتو، روسيې او چين استازي په مسکو کي سره راټول سوي، څو داسي لاري چاري برابري کړي چي طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.

د طالبانو استازو تر اوسه څو واري د امریکا متحدو ايالاتو له استازو سره خبري اتري لرلي دي. خو له افغان حکومت سره يې له خبرو اترو ډډه کړې او هغه يې د بهرنيانو «لاسپوڅی» بللی.

په پلان کي وه چي تيره اوونۍ په دوحه کي د افغانستان د هيئت او طالبانو د استازو ترمنځ يوه «بين الافغاني» غونډه جوړه سي، خو د گډون کوونکو پر سر د اختلاف له کبله لغوه سوه.

افغان حکومت د حکومتي استازو په شمول په دغه غونډه کي د گډون له پاره د ۲۵۰ کسانو يو ليست وړاندي کړ، چي طالبانو پرې اعتراض وکړ.

N.Z/S.R (Reuters)