1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د يونان په موريا کمپ کې ۲ زره ماشومان دي»

۱۳۹۶ دی ۶, چهارشنبه

د آلمان خبري آژانس په حواله، په يونان کې د بې پولې ډاکترانو دفتر ويلي دي چې د لیسبوس ټاپو په موريا کمپ کې د ميشتو مهاجرو ۴۰ سلنه يې ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/2pydn
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

په آتن کې د بې پولې داکترانو یوه چارواکي اپوستولوس وايسيس، د سه شنبې په ورځ وويل چې د ليسبوس ټاپو په موريا کمپ کې چې اوس پکښې تر حد زيات مهاجر ميشت دي، څه باندې ۲۰۰۰ تنه يې ماشومان دي. د سرچينې په حواله په دغو ماشومانو کې ۴۳۲ تنه يې بې سرپرسته دي.

داکتر و ايسيس وويل: «کوم ناروغان چې موږ په سيمه ايز روغتون کې تر خپل پوښښ لاندي لرو، ۵۲ سلنه يې ۵ کلنۍ ته نه دي رسېدلي.»

د ماشومانو د لوړ شمير ترڅنګ، په دغه کمپ کې ډيري اميدواره ښځې هم ژوند کوي. پر دې سربيره، په رواني ناروغيو اخته شاوخوا ۵۰۰ کسان چې په ليست کې نيول شوي دي، د خپلې درملنې په تمه دي.

داکتر وايسيس د موجودو ستونزو لامل د يوې ښې سياسي ارادې نه شتون بللی. هغه ادعا کوی چې د مهاجرو موضوع په تړاو د اروپايي اتحادیې او ترکيې تر منځ شوی تړون د ستونزو د هوارۍ پرځای، له هر اړخه وضعيت لا قید کړی دی.

اروپايي اتحاديې او ترکيې په ۲۰۱۶م کال کې يو تړون لاسليک کړ، څو د بالکان او آژه سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو مخنیوی يې کړی وی.
 

تر تړون وروسته، اروپا ته پر يادو لارو د تلونکو مهاجرو په شمير کې ډير کمښت راغلی، خو تر څنګ يې ټول هغه مهاجر چې د آژه سمندرګي له لارې يونان ته رسيږي هم دې ته اړ کړي چې خپل د پناه غوښتني یونان ته وسپاري.

د رپوټ پر اساس، د يونان د مهاجرت په اداره کې د پناه غوښتنې چاري ډيري سستې پر مخ ځې. دغه کار مرسته کړې ده چې د نويو مهاجرو په رسيدو سره په کمپونو کې رش نور هم ډير شي. د موريا کمپ چې په اصل کې د ۲۳۳۰ تنو له پاره جوړ شوی دی د چارواکو په وينا اوس پکښې ۵۵۰۰ مهاجر اوسيږي.

dpa axa(K.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: