1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوه فلسطيني دولت د په رسميت پيژندلو په اړه د آلمان پارلمان دريځ

دويچه ويله/ توراو ينس۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

د سویډن او بریتانیا پارلمانونو د یوه فلسطیني دولت د په رسمیت پیژندلو په اړه پریکړه وکړه. اوس د فرانسې ملي اسامبلۍ هم داسې یوه څه تسوید کړي دي. خو د آلمان په پارلمان کې د دې اقدام له پاره اکثریت وجود نه لري.

https://p.dw.com/p/1Dyjs
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل ډير وخت په عام محضر کې، په یو لړ مسایلو کې د یوه ثابت دریځ له څرگندولو څخه ډډه کوي. خو نه په داسې یوه مسئله کې چې آیا آلمان فلسطین (یا که سړی واضح ووایی: فلسطینی خپلواکمني سیمي) په رسمیت وپېژني.

په برلین کې د بلجیم صدراعظم، چارلز میشل د لیدني کتني په ترځ کې ميرکل وویل، چې د ټولو هڅو هدف باید په منځنې ختیځ کې د خبرو اترو له لاري د «دوو دولتونو» په نامه حل وي: «په همدې وجه موږ په دې نظر یو چې په یواړخیزه توگه د یو فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل د دوو دولتونو حل نه نژدي کوي.» ميرکل وویل: «غوره ده چې ټول زور پر دې واچول شي چې لانجمني خبري بیرته پیل شي او دوام پیدا کړي.»

دغسي نظر نه یوازي د آلمان صدراعظمه، بلکي د دغه هیواد د پارلمان ډير غړي یې هم لري. په پارلمان یا بوندستگ کې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال گوندونو د بهرنیو چارو کارپوه، فلیپ میسفیلدر وايی: «زه فکر کوم چې دا په منځني ختیځ کې د سولي له پروسې سره مرسته نه کوي، چې فلسطیني چارواکو ته دا امکان ورکړل شي چی په یواړخیزه توگه دي خپل دولت اعلان کړي، پرته له دې چې په مقابل کې هغوي تر یوه څه تیر شي.»

د آلمان پارلمان واحد دریځ لري

که څه هم په پارلمان کې اپوزسیون گوند، زرغون (گروینن) گوند په دې هکله تفاهم لري چې د سویډن پارلمان د یو فلسطیني دولت د رسمیت پیژندلو پر لور گام اخلي، خو د چاپیریال ساتني د دغه پلوي گوند د بهرنیو چارو سیاستوال، فریتیوف شمیت وايي: «په دې برخه کې کیدای شي چې دا گټور وي چې هر دولت په خپل وار سره دا خبره په ډاگه ووايي چې دغه پروسه(د منځني ختیځ د سولی پروسه) په ښه توگه پر مخ روانه نه ده. خو زه شخصا په دی باور یم چې آلمان د خپل تاریخي پسمنظر او له اسرائیلو سره ځانگړو اړیکو ته په کتو سره، په دې مسئله (د یو فلسطینی دولت پیژندل) کې مکلفیت لري چي ځان شاته ونیسي.»

خو د آلمان په پارلمان کې یوازي کیڼ اړخی گوند چي البته ډير زیات پیاوړی نه دی، پرته له کومې ملاحظې د یوه فلسطینی دولت د په رسمیت پیژندني ملاتړ کوي. د هغه گوند پارلماني استازی شتیفن لیبیښ وایی: «زه فکر کوم چې دا له اسرائیلو سره د ملگرتیا نښانه نه ده، چې د یوه خپل دولت د درلودلو له پاره د فلسطینانو له حق څخه سړی سترگې پټې کړي.» کين اړخی گوند په پارلمان کې له ۶۳۱ چوکیو څخه یوازي ۶۴ چوکۍ لري.

د اروپا اتحادیه گډ دریځ نه لري

د آلمان پارلمان تر ودانۍ (راییشتگ) دباندي بيا یو بل ډول انځور لیدل کیږي. لکه هره ورځ د پارلمان په مخکې د خلکو یو اوږده لیکه ولاړه ده، څو د خپل هیواد د پارلمان او د هغه د ودانۍ له دننۍ څخه لیدنه کتنه وکړي. هغوی څه فکر کوي: آیا آلمان «فلسطین» په رسمیت وپیژني؟ یو سړی داسي وايي: «زما غوښتنه دا ده چې آلمان هم دغسي یو کار وکړي، دا ځکه چې بلاخره هغوی (فلسطینینان) هم یو وطن ولري.»

یو بل سړی بیا وايي: «که چیري زما په زړه وي، زه يې مخالف نه یم، ځکه کیدای شي په دې سره آرامي رامنځ ته شي. یوه ښځه په دې هکله یوه دیپلوماتیکه څرگندونه کوي: «د اروپا اتحادیه بالاخر باید یو واحد دریځ غوره کړي، هغه داسي چې یا دې اکثره هیوادونه موافقت څرگند کړي او یا مخالفت.»