1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوه ۹۰ کلن له پاره د ۹۰ کالو بند سزا

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبه

د بنګله دیش د تر ټولو لوی اسلامپاله ګوند مشر غلام اعظم، د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورن شوی دی. هغه اوس په ۱۹۷۱کال کې د بنګله دیش د آزدۍ د جګړې پر مهال د عام وژنو د پلانولو په تور په ۹۰ کاله بند محکوم شوی دی.

https://p.dw.com/p/197ug
Former head of opposition Jamaat-e-Islami party Ghulam Azam (C) escorted by security personnel and lawyers as he emerges from the Bangladesh International Crimes Tribunal in Dhaka on January 11, 2012. Bangladesh arrested an Islamist leader on charges of war crimes during the country's 1971 liberation struggle against Pakistan, lawyers said. AFP PHOTO/ Munir uz ZAMAN (Photo credit should read MUNIR UZ ZAMAN/AFP/Getty Images)
Ghulam Azam Islamist Bangladesh ARCHIVBILD Januar 2012انځور: Munir Uz Zaman/AFP/Getty Images

اعظم چې په خپله هم ۹۰ کلن دی د دوشنبې په ورځ د بنګله دیش د نړیوالي جنايي محکمې له خوا په ۶۱ تورونو ګرم وبلل شو او تر هغه وروسته ورته د عمري بند سزا واورول شوه. پر هغه باندې لګیدلي تورنه پر پنځو برخو ویشل شويٍ دي چې پکښې توطعه کول، پارول، خرابو کارونو ته د خلکو هڅول او د وژنو نه مخنیوی کول شامل دي.

د قضیې څارنوال «ام کې رحمان» وویل: «پر هغه باندي لګیدلي تورونه پرته له کوم شکه ثابت شول او له همدې کبله هغه په ۹۰ کلونو بند محکوم شو.»

تر دې مخکې د اعظم له پاره د عمري بند سزا غوښتنه شوې وه. د هغه پر ضد د دوسیې مسئولو څارنوالو ویلي ول چې اعظم د بنګله دیش د کورنۍ جګړې پر مهال عام وژنې، قتل، ربړوني او د بشر پر ضد جنایتونو ته لمن وهلي ده. خو بیا د محکمې د اعظم روغتیایي وضعیت او عمر ته په کتو سره هغه په عمري بند باندې محکوم کړ.

اعظم په ۱۹۷۱ کلونو کې د بنګله دیش د جماعت اسلامي ګوند مشر وو. په دغه وخت کې بنګله دیش له پاکستان څخه د خپلواکۍ د اخیستلو له پاره مبارزه کوله. پر اعظم باندي تور لګول شوی دی چې د بنګله دیش د آزادۍ د جګزې پر مهال یې یوه ملیشه جوړه کړې وه چې دنده یې د آزادي غوښتونکو قواوو ځپل وه.

په ډاکه کي د پريکړي پرضد لاريون
په ډاکه کي د پريکړي پرضد لاريونانځور: Munir Uz Zaman/AFP/Getty Images

د بنګله دیش د حکومت په حواله د دغه هیواد د آزادۍ په جګړه کې شاوخوا درې میلیونه کسان ووژل شول څه نا څه ۲۰۰۰۰۰ ښځي د پاکستاني پوځ او د هغه د سیمه ییزو همکارو ډلو له خوا بې غزته شوې. دا په داسې حال کې ده چې بې طرفه سرچینو د وژل شویو کسانو شمیر د ۳۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ تر منځ ښوولی دی.

جماعت اسلامي د بریدونو اعلان کړی دی

اعظم محکمې ته تر تلو مخکې په روغتون کې وو. د هغه تر محکمې وروسته او د محکمې پر مهال په بنګله دیش کې امنیتي تدابیر ډیر سخت ول. د دوشنبې په ورځ د جماعت اسلامي ډلي د پلویانو او پولیسو تر منځ په نښتو کې ډیر کسان ټپیان شوی هم ول. جماعت اسلامي ویلي دي چې د اعظم محاکمه سیاسي لاملونه لري. دغي ډلي په ټول بنګله دیش کې د اعتصابونو غږ کړی دی.

په بنګله دیش کې نړیواله جنایي محکمه په ۲۰۱۰ کال کې د دغه هیواد د لومړۍ وزیري شیخ حسنیه، له خوا جوړه شوې وه چې د دغه هیواد د ۱۹۷۱ کال د جګړي د احتمالي جنایتکارانو په اړه څیړنې وکړي.