1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوې نجلې بلني ته ۱،۳ميليونه کسانو لبيک ووايه، يو مړ سو

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

په مکسيکو کي د يوې نجلۍ مور او پلار د خپلي لور۱۵کلنۍ ته مېلمانه راوبلل. خو دغه مېلمستيا هغه وخت له کنټروله ووتله، چي مېلمانه تر اټکل ډېر زيات سول. بشپړ مطلب دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/2Uu67
Mexiko Rubi Ibarra Viral Party
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/M. Ugarte

د مکسيکو په يو کوچني ښار کي د يوې پيغلي د کليزي مېلمستيا تر کنټروله ووتله. د روبي ايبارا په نوم نجلۍ ۱۵مي کليزي ته د هغې مور او پلار پر انټرنټ عام و خاص ته بلنه ورکړې وه. دغي بلني ته آنلاين تر۱،۳ ميليونو زياتو انسانانو لبيک ووايه.

په لاتين امريکا کي ميندي او پلرونه او کورنۍ د نجونو ۱۵کلني په ډېرو لويو مېلمستياوو سره لمانځي. زياتي کورنۍ د دغي ورځي له پاره په کلونو کلونو سپما کوي، څو له ماشومتوب څخه و پېغلتوب ته د خپل لور په مېلمستيا کي تر چا ځان پاته احساس نه کړي.

خو دا لومړی ځل دی چي د يو نجلۍ «کوينڅينېرا» يا پنځلسمې کليزي ته دومره خلک مېلمانه کيږي. د روبي ايبارا د کليزي دعوت چي مور او پلار يې خپور کړی ؤ، په انټرنټ کي داسي خپور سو، لکه د ځنګل وچي وني چي اور واخلي. که څه هم چي د روبي کليزي ته پر انټرنټ ۱،۳ ميليونو انسانانو هوکړه کړې وه چي حاضريږي به، خو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسامبر ۲۶مه نېټه) دغي کليزي ته تقريبا ۱۰ زره مېلمانه حاضر سول. دا په دې ډول کليزو لمانځلو کي د مېلمنو يو نوی ريکارډ بلل کيږي.

دغه مېلمستيا په يوه لوی ميدان کي جوړه سوې وه چي ورته ځیني سندرغاړي هم راغوښتل سوي ول.

د روبي مور او پلار پر انټرنټ يوه ويډيو خپره کړې وه چي پکښي ويل سوي ول چي د لور د کليزي په مېلمستيا کي به د آسانو د ځغستا يوه مسابقه هم جوړه کړي او ګټونکو ته به ۱۰ زره پيسوس چي تقريبا ۵۰۰ ډالره کيږي، ورکړي.

د روبي مور او پلار په د مېلمنو د رابللو په ويډيو کي وويل: «دغه بلنه د هر چا له پاره ده.» د روبي پلار بيا د هغو سندرغاړو نومونه واخيستل چي په وينا يې په دغه دعوت کي سندري وايي. همدا ؤ چي ۱،۳ ميليونو فيسبوک کاروونکو وويل چي په دغي مېلمستيا کي به ګډون وکړي.

روبي د سان لوييس پوتوسي ښار ته نژدې په يو داسي کلي کي اوسيږي چي پکښي ۲۰۰ انسانان ژوند کوي. مور او پلار يې وايي چي د ۱۰۰۰۰ کسانو حاضريدو دوی حيران کړل. دوی وايي چي اټکل يې کړی ؤ چي د ۸۰۰ په شاوخوا کي به خلک حاضر سي.

خو روبي خپله کليزه د تقريبا ۱۰۰۰۰ انسانانو سره ولمانځله او تر سهاره يې له دود سره سم د خپلي کورنۍ له ټولو نارينه وو سره رقص وکړ او له هر يو څخه يې يو يو ګلاب ګل تر لاسه کړ.

خو دغه مېلمستيا هغه وخت تر سيوري لاندي راغله چي د آس ځغلوني په سيالي کي دوه کسان د آسانو تر پښو لاندي سول. په دغو کي يو کس دومره سخت ژوبل سوی ؤ چي وروسته يې ساه ورکړه.

يو شمېر ټولنيزو سازمانونو د روبي د مور او پلار پر دغه بلني او مېلمستيا نيوکي کړي دي. هغوی وايي چي دغه دود نور د سيالۍ په نتيجه کي يو ډېر خراب حالت خپل کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2016):