1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يو يهودي دولت په توګه د اسراييلو د ټينګولو لپاره شخړايز قانون

۱۳۸۹ مهر ۱۹, دوشنبه

هريهودي حق لري چي اسراييلو ته کډه وکړي. د نيتانياهو په نظريواځي يهوديتوب د اسراييلود دولت د تابعيت لپاره بسيا نه کوي.هغه د يو نوي قانون سره غواړی څوک چی داسراییلو تابیعت اخلی د يهودي دولت په نامه د وفاداري لوړه وکړي

https://p.dw.com/p/PbZl
د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو
د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهوانځور: AP

د اسراييلو د صدراعظم بنيامين نيتانياهوپه مشرۍ د اسراييلو کابينې په 22 د8 رايو په مقابل کي داسي فيصله وکړه ، چه د هغه پر اساس د غير يهودي مهاجرينو څخه غوښتل کيږي ، د اسراييلو ته د يهودي او دموکراټ دولت په حيث د وفادارۍ لوړه وکړي .

تر اوسه پوري مهاجرينو بايد يوازي د اسراييلي دولت په مقابل کي وفاداري ښکاره کړې واي . د نوي قانون د مسودې انتقادکونکي دا د نژاد پالني يو قانون بولي، ځکه چه هغه په هدفمند ډول د 20 فيصدو اسراييلي عربانو سره تبعيض دي .

د اسراييلود ټولنيزو چارو وزير اسحق هِرڅوګ د دغي مسودې په مقابل کي خپل مخالفت داسي بيانوي: «موږ په دې عقيده يو چه هغه يو غير ضروري کار دي ، هغه د اسراييلود ګټو مطابق ندي ، او فقط د يوې معيني ايډيولوژۍ په خدمت کي دي . دا قانون د اسراييلو حيثيت او د هغه واقعي ديموکراتيک دريځ ته تاوان رسوي .»

د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهود کابينې د جلسې د پيل کيدو دمخه وويل ، چه د يو د يهودي او دموکرات دولت په توګه د اسراييلو تعريف د هغه د خپلي جملي له مخي:« د صيهونستي تصور اصلي جوهر» دي . ده همدارنګه زياته کړه : « اسراييلي دولت د يهودي ولس ملي دولت يو او دموکراتيک دولت دي، چه هغه خپلو ټولو اتباعو پوري اړه لري . يهودان او غير يهودان د ټولو حقوقو څخه استفاده کولاي سي . په نړۍ کښي داسي خلک سته چي غواړي نه يوازي د يهودي ولس او د خپل وطن تر منځ بي مثاله اړيکي ملوثي کړي، بلکه غواړي د يهودي ولس او د هغه د دولت ترمنځ هم . »

د قانون دغه مسوده چه بايد د پارلمان لخوا هم تصويب سي ، خصوصأ هغو فلسطينانو ته متوجه ده ، چه د اسراييلي عربانو سره ودونه کوي ، او وروسته غواړي د اسراييلي تابعيت دپاره عريضې ورکړي .

د اسراييلو ورځپاڼي هاريت په خپله سرمقاله کښي ددغه تغير سره مخالفت ښوولي ، او ليکي چه «هر هغه کوښښ چه په هغه کښي د يهودي دولت دقيق تعريف پکښي وسي ، د اسراييلو د اکثريت اوسيدونکود مخالفت سره به مخامخ سي . دغه قانون پارونکي ، تبعيضي او ښايي هم د اساسي قانون پر خلاف هم وي» .

د اسراييلو د حکومت مشر نيتانياهو د فلسطين د خپلواکنمني اداري له مشر ، محمود عباس څخه هم غواړي چي د سولي د تړون يو شرط دا دي چي اسراييلي فلسطينييان چي اسراييل د « يهودي او ديموکرات دولت» په توګه په رسميت وپيژني.

څارونکي پوښتنه کوي چي نيتانياهو له خپل دي قانون سره څه هدف لري. اسراييلي ورځپاڼه ، Jediot Achronot، ليکي: « نيتانياهو غواړي له د قاون له دغه بدلون سره د خپل حکومت ښيي اړخو باندي لاس کشي کړي او هغوي خوښ کړي. هدف ښايي دا وي چي د فلسطينينانو په خاوره کي د يهودي مينو د جوړولو د کار د احتمالي درولو د مودي د اوږدولو لپآره ملاتړ تر لاسه کړي.»

کليمينز ويرنکوته/ قاسم نوري

کتونکي: عبدالباري حکيم