1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټايلنډ لومړي وزير مخالفينو ته د خبرو اترو وړانديز کړی دی

۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبه

لومړي وزير ابهيزيت ويجا جيوا په يوه تلويزيوني وينا کي ويلي دي، چي ما هيڅکله د حکومت د مخالفینو چي سرې جامې اغوندي ټولي تقاضاوي نه دي رد کړي...

https://p.dw.com/p/MYw4
د ټاينلډ د حکومت په وړاندي لاريونونه
د ټاينلډ د حکومت په وړاندي لاريونونهانځور: AP

ده دشنبي په ماښام په تلويزيون کي ويلي دي، چي ترهغو پوري، چي پر پخواني لومړي وزير تکسین شينواترا باندي دخبرو موضو ع نوي حاضر دي چي پر ټولو نورو موضوعګانوباندي خبري وکړي، او زیاته کړي يي ده چي نويو ټاکنوته بايدپه ډيري کرارۍ سره تياری ونيول سي او د تر منلو وړ شرايطو لاندي تر سره شي.

«ما هيڅکله دحکومت دمخالفينو چي سري جامي اغوندي ټولي تقاضاوي ندي ردي کړي .خو زه ويلي شم چي که دوي په رښتيا سره يوازي دپارلمان دمنحليدو غوښتونکي دي داسي چي دهغه له امله داهيواد وړاندي لاړ شينو په هغه صورت کي له دوي سره خبرو کولوته چمتو يم.»

په اصطلاح د ديموکراسۍ په پلو اودزورواکۍ په ضدجبهيپلويان لکه هسي چي دغي ډلي پخپله په ځانباندي نوم ايښي دي . ترزیاتي اندازي پوري دتکسين پلويان هم دي .دوي دپارلمان دمنحليدو اودنويو ټاکنودکيدو تقاضا کوي .ډيري مظاهره کونکي غواړي چي تکسين يي بيرته لمړي وزير شي . تکسين په 2006کال کي ديوي پوځي کودتا له امله له قدرت څخه غورځول شويوو. وروسته له هغه له قدرت نه دناوړه استفادي له امله په دوه کاله بند محکوم شو . او تيره مياشت دتايلند ستري محکمي دتکسين دشتمنۍ يوه برخه دنامشروعي لاري دلاسته راوړل کيدو له امله ظبط کړيده اوداسیويل شویدي چي دکسين دشتمنۍ اټکل يو مليارده ايرو کيږي .

سره کميسو اعلام کړیدي چي ترهغو پوری به خپلو اعتراضونوته دوام ورکړي چي غوښتني يي ومنلي شي . دوي دشنبي په ورځ دلسهاووزرو موټرو او موټر سکيلونو په واسطه دبنکاک سړکونه فلج کړيوو.

«داعتراض پرونيعمليات ډير برياليوو.هغو وښودل چي مونږ ﺉوله ايزي مظاهري کوو.او اوس په بنکاک کي هرڅوک پوهيږي چي مونږ دقهر اومزاحمت دمنځته راتلو سبب نه کيږو.»

Musch-Borowska/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل